خبرونهامنیتTOPروغتیا

جمهوررئيس محمداشرف غني د شهید محمد داوود خان روغتون د معیاري کولو او خدمتونو کچې د لوړولو په موخه لارښونه وکړه

کابل/ د وري ۲۷مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د شهید محمد داوود خان روغتون بېلابېلو ډیپارټمنټونو ډاکټرانو او متخصصینو سره په غونډه کې، د یاد روغتون ستونزې واورېدې. په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهوررئیس د یادو ستونزو د حل په موخه اړوندو مراجعو ته لازمې لارښوونې وکړې، ترڅو هغه ژمنه چې څو ورځې وړاندې یې د شهید محمد داوود خان روغتون د معیاري کولو او خدمتونو کچې لوړولو په موخه کړې وه، عملي شي. د غونډې په پای کې جمهوررئیس غني او د شهید محمد داوودخان روغتون بېلابېلو ډیپارټمنټونو ډاکټرانو او متخصصینو د ماښام لمانځه تر ادا کولو وروسته د روژه ماتي په مېلمستیا کې هم ګډون وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته