سیاست

جمهوررئیس حامدکرزي د تخار ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل

کابل_باختر- د سلواغې ۱۲مه
د تخار ولایت یو شمېر مشرانو او مخورو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامد کرزي سره په کتنه کې په دغه ولایت کې موجودې یو شمېر سیمه يیزې ستونزې مطرح کړې.

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، استاد شریف الدین خان، میرصاحب ولي جان، مولوي صدیق الله او مېرمن شفیقې د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د تخار په ولایت کې یې یو شمېر چارواکي له قانون څخه په سرغړونه او د شخصي ځمکو په غصب تورن کړل.
دوی د هېواد له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې د هغو کسانو مخه ونیسي چې له دولتي موقفونو ناوړه ګټه اخلي.
جمهوررئیس حامدکرزي د تخار د مشرانو او مخورو د شکایت له اوریدو وروسته، هغوی ته ډاډ ورکړچې د دوی شکایت به د تخار ولایت د چارواکو او د حاضر مجلس د استازو په حضورکې په یوه بله غونډه کې وڅیړل شي.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته