سیاستخبرونهTOP

جمهوررئیس د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړي استازي هلې ځلې تقدیر کړې

کابل/ د غويي ۱۱مه/ باختر
جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا ته د غازي وزیر محمد اکبر خان دولتي مډال په ورکولو سره د ښو او دوستانه اړیکو، د سولې تامینولو او د همکاریو جلبولو په برخه کې د نوموړي هلې ځلې تقدیر کړې.
جمهوررئیس غني د ویډیو کنفرانس له لارې په افغانستان کې د ماموریت پر مهال د رولانډ کوبیا خدمتونه وستایل او له سولې پروسې څخه یې د نوموړي د دوامدار ملاتړ مننه وکړه.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي له جمهوررئیس څخه د مډال ورکولو مننه وکړه او د تلپاتې او عادلانه سولې د تامین او د جمهوریت ساتنې لپاره یې د جمهوررئیس دریځ اصولي او ارزښتناک وباله.
نوموړي له خپلواک او ولسواک افغانستان څخه چې د مېرمنو، ځوانانو او لږه کیو حقونه او لاسته راوړنې په کې خوندي وي په ملاتړ وویل، د افغانستان حکومت او خلکو ترڅنګ ولاړ یوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته