سیاستخبرونه

جمهوررئیس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره وکتل

کابل/۱۳حوت/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښين د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د افغانستان سولې پروسې پر راتلونکو پړاوونو بحث وکړ. جمهور رئیس غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د ستاینې پر مهال د دوی فعالیتونه د افغانانو لپاره مهم او ارزښتناک وبلل. د دغې کتنې په پای کې دواړو لوریو په راتلونکي کې د نږدې همغږۍ او همکارۍ د دوام ژمنه هم وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته