خبرونهفرهنګټولنهTOP

جمهوررئیس د راستنو شویو افغان هندوانو او سیکانو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل  

کابل/دغبرگولی ۴مه/ باختر

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه له هند څخه راستو شویو افغان هندوانو او سیکانو سره په کتنه کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

په پیل کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست، له هند څخه د دغو راستنو شویو څلوېښت کورنیو، له دوی سره د شویو خوراکي او غیرخوراکي توکو د مرستو او بېلابېلو ادارو او وزارتونو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه د شوې همغږۍ او اقداماتو په اړه معلومات ورکړل.

 

ورپسې د افغان هندوانو او سیکانو په چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار سندپال سنګ خالصه او د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار او د افغان هندوانو او سیکانو سرتاسري شورا یو شمېر استازو  له جمهوررئیس څخه دغو راستنو شویو کورنیو سره د مرستو له امله مننه وکړه او همدارنګه یې له جمهوریت، د سولې پروسې او امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

دوی همدارنګه د زده کړو، کانکور ازموینې، لوړو زده کړو، امنیت، سرپناه او د افغان هندوانو د عام المنفعه او شخصي جایدادونو د غصب او خرڅلاو ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې  او وړاندیز یې وکړ چې د افغان هندوانو او سیکانو د پېژندنې څېړنيز مرکز دې ایجاد او په تقویم کې دې یوه ورځ د دوی د فرهنګ په نوم ونومول شي.

جمهوررئیس دغو راستنو شویو افغان هندوانو او سیکانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، تاسو د هیواد په ځلانده تاریخ کې ډېر اوچت ځای لرئ او هیله ده یو ځل بیا په هیواد کې د سوداګرۍ، هوساینې او همدلۍ لامل شئ. تاسو د افغاني ټولنې نه جلاکېدونکې برخه یاست.

جمهوررئیس د چارو ادارې ته لارښوونه وکړه چې په ننګرهار کې د بابانانک چینې تړون دې منځمهاله او پر بیارغاونې دې پانګونه وشي. د ګردېز زاړه ښارګوردواره دې خوندي او د بیارغاونې پروژو کې شامله شي.

د هیواد جمهوررئیس عدلیې وزیر ته لارښوونه وکړه چې ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره په ګډه دې د افغان هندوانو او سیکانو ټول عامه ځایونه تشخیص او له غصب او خرڅلاو څخه خوندي شي.

جمهوررئیس د پوهنې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په ننګرهار او کابل کې د افغان هندوانو او سیکانو د ښوونځیو ستونزه دې په دوه اونیو کې حل او ژر تر ژره دې بېرته پرانیزي او لوړو زده کړو وزارت دې د تېر په څېر د دوی د نومرو د اوسط سنجش ته پام وکړي.

جمهوررئیس لارښوونه وکړه چې علومواکاډمي دې کوشاني څېړنیز مرکزکې د افغان هندوانو او سیکانو څېړنیز مرکز هم ورزیات کړي او په تقویم کې دې یوه ورځ د افغان هندوانو او سیکانو د فرهنګي ورځې په نوم درج شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته