سیاستخبرونهټولنهTOP

جمهوررئیس: د سولې پروسه کې د ښځو ګډون یقیني شوی

 

کابل/ د غويي ۱۴مه/ باختر
جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه د افغان ښځو شبکې غړو سره د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د نوي فصل، سولې او په دې پروسه کې د ښځو غوښتنو او حقونو ته د رسیدګي په اړه خبرې وکړې.

په پیل کې د هیواد لومړۍ مېرمن په سولې پروسه کې د ښځو د غوښتنو د انسجام په اړه معلومات ورکړل وې ویل، نن افغان ښځې خپل غږ لري او هېڅوک یې په حقونو معامله نشي کولی. د افغان ښځو شبکې غړو د سولې پروسې تصمیمونو کې د ښځو پر ګډون، د جمهوریت پر ساتنې، د معلوماتي خلا پر لمنځه وړلو او د لویو ملي پروژو د کارونو پر دوام ټینګار وکړ.

جمهوررئیس غني د هغوی د غوښتنو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته وویل، د افغانستان اساسي قانون ماته اجازه نه راکوي چې د ښځو پر حقونو معامله وکړم او په سولې پروسه کې د ښځو ګډون یقیني شوی. د سولې پروسه له ابهاماتو وتلې او هر تصمیم د افغانانو د ارادې پر اساس نیول کېږي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان ملي حاکمیت پیاوړی کوي، د سیمې روایت بدلېږي، له بین المللي همکارانو سره د مناسباتو نوی فصل پیلېږي او تر بل هر وخت د سولې ښه فرصت رامنځته شوی دی.

جمهوررئیس په راتلونکو څو اونیو کې له پاکستان سره د جدي مذاکراتو پیلېدو ته په اشارې وویل، پاکستان نور په افغانستان کې د بین المللي ځواکونو د پاتې کېدو پر سر له امریکا د باج اخیستو فرصت نه لري، له افغانستان سره به دوستي یا دښمني انتخابوي.

جمهوررئیس غني وویل، د سولې په اړه اصلي تصمیم د افغانستان په داخل کې نیول کېږي او نهایي تصمیم افغان ولس نیسي . تر دې وروسته د سولې اصلي لوری د افغانستان حکومت دی او د سولې په هېڅ غونډه کې د مېلمه نه، بلکې د اصلي مالک په توګه ګډون کوو.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته