سیاستخبرونهټولنهTOP

جمهوررئیس غني، تاجکستان کې مېشتو افغانانو سره وکتل

کابل / د وري ۱۰مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر جمهوري تاجکستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ په دغه هیواد کې مېشتو افغانانو سره پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان په سفارت کې وکتل. د دغې کتنې په پیل کې په تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمدظاهر اغبر جمهوررئیس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د یاد سفارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او د سامانيان ښوونځي د رسمي کېدو، یاد ښوونځي ته د څلور سرویس موټرو ورکولو، د پاسپورت بېې د تخفیف او د محصلینو د معاشونو د زیاتوالي غوښتونکی شو. وروسته د سامانیان ښوونځي مدیرې ناجیې ظاهر، د سامانیان ښوونځي د والدینو شورا رئیس استاد عبدالودود سیفي، مجید احمدزي د محصلینو، په تاجیکستان کې د مېشتو افغان مېرمنو ټولنې رئیسې ملالۍ جواد، حبیب الرحمن کریم د افغان کډوالو او پلوشې هاشمي د ښځو په استازولۍ خبرې وکړې. دوی د کمال خان بند د پرانیستې هرکلی وکړ او په بېلابېلو له هغې جملې د تېرو دوو لسېزو د لاسته راوړنو او سولې پروسه کې د جمهوریت د ساتنې، مهاجرینو ته د زیاتې پاملرنې او د ځوانانو د روزنې په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل. جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل: ویاړم چې نن له تاسې سره یم. هغه زیاته کړه، موږ د تلپاتې او باعزته سولې غوښتونکي یوو، د سولې په لار کې قرباني ورکوو، اما دغه قرباني باید د افغانستان د انقطاع او بربادۍ لامل نشي، زما معیار اساسي قانون او د افغان ملت پر وړاندې د وفادارۍ لوړه ده. هغه زیاته کړه، موږ غواړو د افغانستان ۴۲ کلنه جګړه پایته ورسېږي. د سولې لارنقشه ترتیب شوې او د خدای تعالی په نصرت سولې ته رسېږو. جمهوررئیس غني د اسیازړه-استانبول پروسې نهم کنفرانس کې د تاجیکستان جمهوررئیس د وینا مننه وکړه او له سولې پروسې او دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا برخه کې یې د نوموړي د ملاتړ، قدرداني وکړه. جمهوررئیس تاجکستان کې مېشتو افغانانو ته په خطاب کې وویل، تاسې هر یو د افغانستان استازی یاست او نن زموږ هیواد د سیمې د باور وړ دی. جمهوررئیس څرګنده کړه، د صنایعو او کانونو خونې رئیس شېرباز کمین زاده به د درې کلونو لپاره د سامانیان ښوونځي کتابونه برابر کړي. د هیواد جمهوررئیس د سامانیان ښوونځي ستونزو د حل، په تاجیکستان کې د پاسپورټ بیې راکمولو او افغان محصلینو د معاشونو د لوړولو په خاطر اړوندو ادارو ته لارښوونې وکړې
نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته