سیاست

جمهوررئیس غني او مایک پنس پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ

کابلباختر د زمرى د مياشتې ٧
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تير ماښام د امریکا د متحده آيآلآتو د جمهوررئیس له مرستیال مایک پنس سره د ویډیويي کنفرانس له لارې په بېلابېلو مسائلو بحث او خبرې وکړې.
دجمهوررييس دويآند دفتربآخترآژآنس ته خبرورکړ.
دواړو غاړو په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د افغانستان له امنیتي سکتور سره د انکشافي ژمنو او څلور کلن پلان،له اداري فساد سره د مبارزې په اصلاحي پلانونو، له تروریزم سره په مبارزې او د سیمې په امنیت بحث او خبرې ‎وکړې.
د امریکا د متحدوایالتونو د جمهوررئیس مرستیال د افغانستان حکومت له هڅو خوښي وښوده، وې‌ویل: د افغانستان حکومت په تېرو دوه نیمو کلونو کې د مهمو مسوولیتونو په پرمخ وړلو سره په بېلابېلو ډګرونو کې ښې لاسته راوړنې درلودې او هڅې یې د ستایلو دي.
هغه څرګنده کړه چې د امریکا د متحدو ایالتونو خلک او دولت د افغانستان له خلکو او دولت  څخه ملاتړ کوي چې سولې، ثبات او پراختیا ته ورسېږي او د یو همکار په توګه به ورسره پاتې کېږي.
ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د افغانستان له خلکو او دولت سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا د متحدو ایالتونو له دوامدارو مرستو مننه وکړه او دغه هېواد یې د افغانستان ښه همکار وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته