سیاست

جمهوررئیس غني د اسیازړه-استانبول پروسې ناسته کې : د سیمه ییزې همکارۍ اړتیا هیڅ وخت د اوس هومره زیاته نه وه

کابل باختردليندۍ دمياشتې ١١نيټه :
د اسیا زړه-استانبول پروسې د بهرنیو چارود وزیرانو اوومه ناسته پرون سهار د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د افغانستان د اسلامي جهموریت د جمهوررئیس محمداشرف غني او د اذربایجان د جمهوررئیس الهام علي اوف په ګډون جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ناسته کې چې د اسیا زړه پیاوړې سیمې په لور د امنیت او اقتصادي اتصال” تر عنوان لاندې جوړه شوې وه ، د دې پروسې د ۱۶ اصلي غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د افغانستان د همکارو هېوادونو او نړيوال سازمانونو استازو هم ګډون درلود، جمهوررئیس محمداشرف غني په خپله وینا کې د مهمو سیمه ییزو او  نړيوال مسایلو په اړه د افغانستان لیدلوری بیان کړ.
جمهوررئیس غني د اذربایجان له جمهوررئیس او د دغه هېواد له خلکو څخه د دې ناستې د کوربه توب له امله مننه وکړه وې ویل: موږ په داسې شرایطو کې سره وینو چې د سیمه ییزې همکارۍ اړتیا د اوس هومره زیاته نه وه.
هغه زیاته کړه: دا مهال لوی اقتصادي فرصتونه برابر شوي او دغه راز ویجاړونکې بین المللي شبکې او جرمي سازمانونه موږ ګواښوي. مشترک لیدلوري، رهبري او سیاسي غوښتنو موږ په هغو شریکانو بدل کړي یوو چې د نړۍ د سیمه ییز او بین المللي امنیت په چوکاټ کې د ملي امنیت او هوساینې په لټه کې ازاد یوو.
جمهوررئیس د استانبول پروسې د مخکېنیو ناستو په اړه د سیمې د هېوادونو د ګډو هڅو د یادونې ترڅنګ وویل: موږ دغه راز د جمهوررئیس نظربایف د رهبرۍ او د قزاقستان حکومت، د چین ولسي جمهوریت د جمهوررئیس شي او د دغه هېواد د حکومت او خلکو، د پاکستان د مخکېني لومړي وزیر نوازشریف او د دغه هېواد د حکومت او خلکو، د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي او د دغه هېواد د حکومت او خلکو څخه د استانبول پروسې د مخکېنیو ناستو د کوربه توب له امله مننه کوو.
جمهوررئیس غني د امریکا دمتحده ایالاتو نوې ستراتیژۍ ته په اشارې سره وویل، دې ستراتېژۍ تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د یاد هېواد د قدرت ټولې وسیلې سره یوځای کړي او پیغام یې دا دې چې د طالبانو ډلې او د هغوی ملاتړي د جنګ له لارې نشي بریالي کېدای. موږ یوازې د سیاسي میکانیزمونو له لارې پایداره سولې ته رسېدلی شو او موږ د دغې ستراتېژۍ هرکلی کوو چې د سیمې او افغانستان د باثباته راتلونکي لپاره یې یوه لار نقشه ترسیم کړې ده.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه: هغه تباهي چې زموږ په خلکو راغلي، د افغانستان جنګ نه دی، بلکې دا پر افغانستان جنګ دی. څو ترهګري ډلې او جرمي سازمانونه چې یو شمېر دولتونه د بهرني سیاست د عناصرو په توګه استفاده ترې کوي، په دې لټه کې دي چې په سیمه او نړۍ کې زموږ موقعیت د بې ثباتۍ په یوه بستر بدل کړي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، موږ له څېړونکو او پالېسیو جوړونکو غوښتنه کوو چې په دې اړه درې اړوندې پوښتنې په غور سره وڅېړي: ایا ۲۰ بین المللي تروریستي ډلې او د نشه یي توکو قاچاقیان له هغه بستر پرته چې طالبانو ورته برابر کړی دی، خپل عملیات کولی شي؟ ایا طالبان په نشه يي توکو او جرمي اقتصاد کې چې جنګ تمویلوي مرکزي رول نه لوبوي؟  ایا طالبان له پټننځایونو او ملاتړ پرته عملیات کولی شي؟ موږ د افغانستان خلک او حکومت له دوی سره په دې توپير چې له هغوی سره یې لرو ستونزو ته حل لارې لټوو او هڅه کوو چې خپل هېواد د اسیا په خوځنده زړه بدل کړو.
جمهور رئیس د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د ځانګړې قطعې مېړانه او قهرماني یاده کړه وې ویل، نن افغان کومانډو ځواکونو د څلور و عملیاتو څخه درې  عملیات په خپلواک ډول د امریکایي او ناټو ځواکونو له ملاتړ پرته ترسره کوي. موږ افغانان دا جنګ په خپله مخته وړو. زموږ ځانګړې قطعې او کمانډو ځواکونو په هيڅ مبارزه کې ماتې نه ده خوړلې او د سیمې په یوه ډيرښه ځانګړی قطعه بدله شوی ده.
محمداشرف غني زیاته کړه، زه د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان او "د جنګ په حال کې دهېواد د جمهور رئیس په توګه" د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د مېړانې او اتلولۍ قدرداني کوم او دغه راز په امنیتي او دفاعي سکتور کې د خپلو همکارانو د رهبرۍ تعهد او مدیریتي مهارتونه ستایم.
هغه څرګنده کړه، له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې موږله تروریزم سره د ملګرو ملتونو سازمان (۲۰۰۶) مبارزې د ستراتیژۍ پابند یوو. هغه ستراتیژي چې له ټولو غړو هېوادونو غواړي، تروریزم په څرګنده او تل ، په هره بڼه او هر ځای کې چې د هر چا له لوري او په هره موخه وي، په کلکه وغندي.
جمهوررئیس وویل: له تروریزم سره جنګ یوازې د افغانستان یا سیمې ستونزه نه ده، ځکه د سیاسي تاوتریخوالي او تروریزم پنځمه څپه د بشریت ضد ګواښ دی او دا پدیده چې له منځه وړل یې زیاتو کوښښونو ته اړتیا لري، وګړي او دولتونه سره یو ځای کوي.  
د هېواد جمهوررئیس دېته په اشارې چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د تروریستي شبکو او نشه یي توکو پر ضد جنګ کې په تعرضي حالت کې دي، وویل:  موږ تروریستانو ته د ماتې ورکولو او د خلکو د امنیت د تامین په خاطر د کومانډو ځواکونو شمېر دوه برابره او د هوایي ځواکونو شمېر درې برابره زیات کړی دی.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د داعش ډلې په وینا په افغانستان کې د خلافت د مرکز د ایجاد لپاره، د دغې ډلې کوښښونه له ماتې سره مخ شوي. داعش ډله  د ننګرهار، اچین او تورې بوړې او دغه راز له کونړ څخه د تېښتې په حال کې ده او دا ډله په افغانستان کې نابودېږي.
محمداشرف غني وویل: موږ په  پرله پسې ډول په افغانستان کې د داعشیانو ظرفیتونه او قلمرو له منځه وړو. په تېر یو کال کې مو د داعش پر ضد ۱۵۰۰ ګډ ځمکني او ۳۰۰ هوایي عملیات کړي چې له امله یې د هغوی درې مشران او ۱۵۰۰ جنګیالي وژل شوي او ۲۰۰ یې نیول شوي دي.
جمهوررئیس د نشه یې توکو د تولید او پروسس پر ضد د افغانستان حکومت د مبارزې په اړه وویل، په تېرو ۱۱ میاشتو کې دوه ټنه هیروین، ۶۲ ټنه مورفین، ۴۰۰ ټنه اپين، ۲۵ ټنه چرس او له یو زر کیلوګرام زیات خام چرس چې په افغانستان کې د دې نیول شویو موادو ارزښت ۳۵۲ میلیون ډالر اټکل شوی، له منځه وړي دي.
هغه زیاته کړه: د نشه یي موادو د پروسس تاسیساتو ویجاړولو په خاطر زموږ وروستۍ هڅې په دې برخه کې زموږ تعهد په ډاګه کوي. زموږ د ځانګړو ځواکونو او کومانډو په یو لړ عملیاتو کې له ۵۰ څخه تر ۶۰میلیون ډالرو په ارزښت د نشه یي توکو سرچینې نابودې شوي دي. دا عملیات به نه یوازې دوام ومومي، بلکې زموږ د څلورکلن امنیتي پلان مهمه برخه جوړوي.
هغه له پاکستان سره د سولې په اړه څرګنده کړه، له پاکستان سره ګام په ګام او دولت په دولت هراړخیزه خبرې زموږ د مشترک نجات، سرلوړۍ او امنیت لامل ګرځي. هغه ټینګار وکړ موږ په تېر کې  ایسار او بند نه یوو او له خپلو پاکستاني شریکانو او دوستانو غواړو هغه راتلونکي ته چې زموږ د دوه اړخیزه ګټو او سرلوړۍ لامل ګرځي، نظر وکړي.
په دې ناسته کې د اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف هم خبرې وکړې او جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، موږ د امن، متحد او سوکاله افغانستان غوښتونکي یوو چې له ګاونډیانو سره د سولې او هوساینې په فضا کې ژوند وکړي.
هغه زیاته کړه یو ځل بیا غواړم سوله ییز، ارام، هوسا او سوکاله افغانستان ته د رسېدو په برخه کې د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، سیاسي استقلال او ملي یووالي حکومت ته د د اذربایجان د ملاتړ هیله وکړم.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته