سیاستخبرونهTOP

جمهوررئیس غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره وکتل

 

کابل/ د غويي ۱۲مه/ باختر
جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن دیبورا لاینس سره د افغانستان د سولې پروسې په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، مېرمن دیبورا لاینس د افغانستان د سولې پروسې په تړاو د ملګرو ملتونو د وروستیو فعالیتونو راپور جمهوررئیس سره شریک کړ. جمهوررئیس غني ماحول او د مناسباتو نوي فصل ته په پام د سولې په اړه د افغانستان دولت او خلکو ترجیحات او لیدلوری تشریح کړ. جمهوررئیس له بین المللي همکارانو په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو وغوښتل چې د سولې پروسې په اړه خپل لیدلوري نویو واقعیتونو او د مناسباتو نوي فصل ته په پام برابر کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته