سیاست

جمهوررئیس غني د امنیتي وضعیت د ارزونې او د شهیدانو کورنیو سره د غمشریکۍ په موخه هلمند ولایت ته سفر وکړ

کابل باختر دزمري دمياشتې ٦مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني
پرون له غرمې مخکې د امنیتي وضعیت د ارزونې او په وروستیو
پېښو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په موخه د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته سفر وکړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
جمهور رئیس غني ته د هلمند په شوراو هوايي ډګر کې د دغه ولایت امنیتي او دفاعي مسوولانو او د ملکي ادارو چارواکو هرکلی ووایه او د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته یې د ۲۱۵میوند قول اردو په مقر کې د هغو شپاړس تنو شهیدو سرتېرو له کورنیو سره وکتل چې په ګرشک ولسوالۍ کې په وروستۍ پېښه کې شهیدان شوي وو او د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه.
لومړی د شهیدانو دکورنیو په استازیتوب محمدناصر په خپلو خبرو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د جمهور رئیس له ځانګړې پاملرنې او ډاډګېرنې مننه وکړه او زیاته یې کړه:  زما درې وروڼه د وطن او خلکو څخه د دفاع په لار کې شهیدان شوي دي او څلور نور وروڼه مې ټول وطن څخه د دفاع په لار کې هر راز قربانۍ ته چمتو دي.
ورپسې جمهور رئیس غني هلمند ته د خپل راتګ اصلي موخه د شهیدانو کورنیو سره غمشریکي او ډاډګېرنه وبلله، زیاته یې کړه:         دا شهیدان د وطن هغه صادق بچیان وو چې له خپل هېواد او خلکو څخه یې دفاع کوله، مننه چې داسې اولادونه او ورونه مو روزلي وو.
جمهور رئیس غني د شهیدانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د ګرشک ولسوالۍ د پېښې د څېړلو په موخه یې د کورنیو چارو وزارت او ملي دفاع وزارت ګډ پلاوی ټاکلی دی.
جمهور رئیس ټینګار وکړ چې د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي کېږي او د ټپیانو د درملنې په خاطر به جدي ګامونه واخیستل شي.
وروسته دجمهور رئیس غني په مشرۍ امنیتي غونډه جوړه شوه چې له کابل څخه د ورغلي لوړ پوړي پلاوي پرګډون سربېره د هلمند ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو قوماندانانو او منسوبینو په کې برخه واخیسته.
په پیل کې د ۲۱۵میوند قول اردو قوماندان بریدجنرال ولي محمد احمدزي جمهور رئیس ته د پرزنټېشن په بڼه د هلمند او د ۲۱۵میوند قول اردو تر پوښښ لاندې سیمو وضعیت په اړه معلومات ورکړل. 
برید جنرال ولي محمد احمدزي وویل، سره له دې چې سږکال دښمن په خپل ټول توان په هلمند فشار راوړ، خو زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ او د هغوی شوم پلانونه یې شنډ کړل.
د ۲۱۵میوند قول اردو قوماندان څرګنده کړه، ناوې ولسوالۍ مو د دښمن له وجوده پاکه کړه او د نادعلي، مارجې او ناوې ولسوالۍ مو سره وصل کړې دي.
ده  وویل، د خالد په نوم عملیات زیات بریالي و او ژمنه یې وکړه چې د دغو عملیاتو نور پړاوونه به هم په بریاليتوب ترسره کړي.
ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په خپلو خبرو کې د هلمند په وروستیو پېښو کې د سرتېرو د شهادت له امله تسلیت څرګند کړ، زیاته یې کړه چې هلمند ته د راتګ موخه یې د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت وړاندې کولو تر څنګ دا دی چې ۲۱۵میوندقول اردو منسوبینو ته د ناوې ولسوالۍ د بیا نیولو او د دښمن د ماتولو مبارکي ووایم.
جمهور رئیس د ناوې، نهرسراج، مارجې او نادعلي ولسوالیو کې پوځي عملیات او د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورتیا او سرښندنې وستایلې او زیاته یې کړه: دا بریالیتوب په هلمند ولایت کې د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ د ښې همغږۍ نتیجه وه، هغه دا چې  ۲۱۵میوند قول اردو د منظم پلان په اساس کار وکړ، ځکه کامیاب شو.
جمهور رئیس څرګنده کړه چې حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو سمبالښت او تجهیز ته لا زیاته توجه کوي او ژر به د هېواد د هوايي ځواکونو د پياوړتیا په موخه ۶۸۰میلیون ډالره ولګول شي او ژمنه یې وکړه چې ستاسو په ټولو وړاندیزونو به غور او په اړه به یې عملي اقدامات وشي.
ورپسې جمهور رئیس غني د ۲۱۵میوند قول اردو په مقر کې د بریدملانو او افسرانو سره غونډه وکړه او  له دې امله یې ورڅخه مننه وکړه چې تاسو لومړنی جمهور رئیس یاست چې بریدملانو او افسرانو سره جلا ګورئ او د هغوی غوښتنې اورئ.
هغوی ډاډ ورکړ چې له وطن او خلکو څخه به کلکه دفاع کوي او په دې لار کې به خپلې سرښندنې ونه سپموي.
جمهور رئیس غني، بریدملانو او افسرانو ته وویل، دملت په استازیتوب له تاسې او ستاسو له کورنیو مننه کوم چې ستاسو په څېر زړور بچیان یې روزلي دي.
ده زیاته کړه، تاسې د خپلې خاورې او خلکو ساتندویان یاست او په خپلو قربانیو مو راتلونکي پنځه نسلونه خوندي کړي دي.
جمهور رئیس ډاډ ورکړ چې حکومت د هر سرتېري، هر بریدمل او
افسر ژوند ته متوجه دی او ستاسو د وړاندیزونو له ارزولو وروسته به یې په اړه مناسبې پرېکړې او اقدامات وشي.
همدارنګه جمهور رئیس غني په یوه جلا غونډه کې د ۲۱۵میوندقول اردو له سرتېرو سره وکتل.
په دې غونډه کې د هلمند والي حیات الله حیات په خپلو خبرو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا د ستایلو تر څنګ د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو جنګونو او امنیتي پېښو له امله بېځایه شویو خلکو ته اشاره وکړه وې ویل، دښمن د عملیاتو پرمهال ولسي وګړي او کورونه د سپر په توګه کاروي چې له امله یې ملکي وګړو ته مالي او ځاني زیانونه اوړي او اړ کېږي چې خپلې سیمې پرېږدي.
د هلمند والي د دښمن وحشيانه کړنو ته په اشارې وویل، چې په عامو لارو کې ماینونه ږدي او هره ورځ له پنځو څخه تر لسو کسانو پورې ملکي وګړي د دغو ماینونو قرباني کېږي.
ده د کجکي بند جوړولو او نورو پروژو باندې د چټک کار غوښتنه وکړه چې له امله به یې  بېکاري کمه او ځوانان ددښمن لیکو ته د جذبېدو په ځای په کارونو بوخت شي.
همدارنګه غونډې ته د ۲۱۵میوند قول اردو قوماندان برید جنرال ولي محمد احمدزي په خپلو خبرو کې جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په لوړ مورال د دښمن پر وړاندې جنګېږي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ ښه همغږي موجوده ده.
ده د سرتېرو په استازیتوب له جمهور رئیس څخه مننه وکړه چې تل روغتونونو ته د ټپي سرتېرو پوښتنې ته ورغلی او مسوولینو ته یې د هغوی د لا ښې درملنې لارښوونه کړې. 
ده د جمهوررئیس دا کار وستایه وې ویل، دې کار سرتېرو ته فوق العاده روحیه ورکړې ده.
ورپسې جمهور رئیس غني سرتېرو ته په خطاب کې وویل، تاسې د دې خاورې ريښتني  بچیان یاست، په ناوه، نهرسراج، مارجه او نورو سیمو کې ستاسو سرښندنو د جنګ تاریخ بدل کړ.
جمهور رئیس وویل، سږکال د غوڅ ملاتړ ماموریت په همکارۍ او د امنیتي ارګانونو ترمنځ د سمې همغږۍ له امله له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته تللي یوو او د ناوې جګړې ګټل ددغه حالت ښه بېلګه ده.
پخوا به په دې موسم کې پر موږ فشار زیات و، خو سږکال برعکس دښمن په هر ځای کې تر فشار لاندې دی او زیاته یې کړه: امنیتي او دفاعي ځواکونه باید د قوې د استعمال مشروع انحصار په لاس کې واخلي او بیا دا قوه په مشروع توګه د دښمن په ضد استعمال کړي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د معاشاتو او امتیازاتو په ورکړه کې ځنډ ورته د منلو نه دی، د هر سرتېري کورنۍ باید ډاډه شي چې معاش یې په خپل وخت ور رسېږي.
جمهور رئیس د ساحوي امتیازاتو په اړه وویل، هغه چې د مېز تر شا ناست دي او هغه چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي ترمنځ یې باید فرق وشي او د جګړې د ډګر سرتېرو ته باید ځانګړي امتیازات په پام کې ونیول شي.
جمهور رئیس وویل، د بریدملانو په دې غوښتنه چې له بریدملۍ څخه به افسرۍ ته ارتقا کوي او په لومړي پړاوو کې سل تنو ته ارتقا ورکول کېږی.
ده  زیاته کړه، ستاسې جنګي تجربه باید تحصیلي تجربه کې حساب شي او باید باور ولرئ چې له دغې تجربې مو استفاده کېږي او په درنه سترګه ورته کتل کېږي.
ده وویل، دفاع وزارت بایدکدري سیاست تعقیب کړي چې تر ټولو تکړه کسان یې د رهبرۍ سطحې ته پورته شي.
جمهور رئیس د بېځایه شویو کورنيو په اړه وویل چې اړوند ارګانونه به یې په اړه په همغږۍ اقدام وکړي او ډاډ یې ورکړ چې په خپلو قربانیو به د تاریخ ددغې تراژیدۍ فصل تړو او د ابادۍ یو نوی فصل به پرانیزو. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته