خبرونهاقتصاد

جمهوررئیس غني د صرافانو ستونزې او غوښتنې واورېدې

کابل/دکب دریمه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا رئیس او غړو سره کتنه کې د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې. په دغه کتنه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د صرافانو سرتاسري شورا رئیس ميرافغان ساپي صرافانو ته د جمهوررئیس له پاملرنې مننه وکړه وې ویل، موږ غواړو د صرافانو انفرادي جوازونه تمدید او د انفرادي او شرکتي جوازونو ترلاسه کول اختیاري شي. وروسته محمد سرفراز او بهاوالدین رحیمي د نورو صرافانو په استازیتوب وویل، صرافان د حواله جاتو، د پیسو لېږد او د اسعارو د پېر او پلور په برخه کې وطن ته د خدمت په خاطر مصروف دي. دوی له هیواده بهر د پیسو لېږد په اړه خپلې ستونزې مطرح کړې وې ویل، صرافان د امنیتي ستونزو، د برېښنا امکاناتو د کموالي او انټرنیټ ته د نه لاسرسي له امله نه شي کولی خپل انفرادي جوازونه پر شرکتي جوازونو بدل کړي. وروسته د افغانسان بانک سرپرست اجمل احمدي وویل: اصول دا دي چې د پیسو وینځلو او تروریزم د تمویل ضد مبارزې قانون باید تطبیق شي. نوموړي صرافانو ته د افغانستان بانک له لوري د برابرو شویو اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ چې صرافان باید خپل شرکتي جوازونه واخلي او موږ چمتو یوو په دې برخه کې دوی ته لازیاتې اسانتیاوې برابرې کړو. د افغانستان بانک سرپرست وویل، که چېرې انفرادي جوازونه تمدید شي اندېښنه شته چې ستونزه دوام ومومي او په بنسټیزه توګه حل نه شي. ورپسې د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده صرافانو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه د خپلو غونډو په هکله معلومات ورکړل. جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، لویه څارنوالي دې په ممکنه ژر فرصت د پیسو د لېږد په برخه کې د صرافانو ستونزه حل کړي. جمهوررئیس د حکومت او صرافانو ترمنځ د باور فضا پر ایجاد ټینګار وکړ وې ویل، موږ باید په یوه اونۍ کې د اصولو پر اساس پایلې ته ورسېږو. جمهوررئیس غني زیاته کړه، موږ باید ګډ هدف ولرو او ستونزې د همکارۍ او تفاهم له لارې په بنسټیزه توګه حل کړو. جمهوررئیس د افغانستان بانک او صرافانو اتحادیې له مسوولینو وغوښتل، د یادې ستونزې د حل په موخه خپل مشخص وړانديزونه، وړاندې کړي. د دغې کتنې په پای کې د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا رئیس میرافغان ساپي د دوی ستونزو ته د رسیدګۍ په خاطر له جمهوررئیس مننه وکړه وې ویل، سر له سبا د صرافانو اعتصاب پایته رسېږي او په ټول هیواد کې به د صرافۍ مارکېټونه پرانیستل شي.
نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته