خبرونهامنیتTOP

جمهوررئیس غني له یو شمېر امنیتي او دفاعي منسوبینو سره ټلیفوني خبرې وکړې

کابل/ د زمري ۱۰مه/ باختر

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لومړۍ کرښې امنیتي او دفاعي ځواکونو سره  د ټلیفوني خبرو په لړ کې نن ماسپښین د بغلان د ملي امنیت نظامي مرستیال جګړن نورالحی، په تالقانو ښار کې د ملي اردو د لومړۍ لوا شپږم کنډک قومندان جګړن نصیرالغ بېګ، د خوست ولایت باک ولسوالۍ امنیه قومندان څارمن اسلام الدین او د هرات ولسي پاڅون کوونکو یو تن قومندان محمد سره خبرې وکړې.

جمهوررئیس په دغو ټلیفوني تماسونو کې د دښمن پر وړاندې د دوی د مېړانې او پیاوړې ارادې او د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو د دفاع په برخه کې د دوی د ژمنتیا مننه وکړه وې ویل، ستاسې دغه اتلولي په تاریخ کې ثبتېږي.

یادو منسوبینو په خپلو خبرو کې وویل، د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به د وطن او خلکو او همداراز د جمهوري نظام دفاع کوي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته