ټولنه

جمهوررئیس غني: موږ د افراط نه، بلکې د یوبل د زغملو او پراخ لید فرهنګ درلود

– کابل باختردتلې دمياشتې ١٧نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد د دوو نومیالیو شخصیتونو خواجه عبدالله انصاري او ملکه ګوهرشاد بېګم دکارنامو د نمانځنې په مراسمو ګډون او وینا وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسمو کې چې د ارګ په دلګشا ماڼۍ کې پرځاى شول، یو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو او د هېواد پوهانو هم ګډون کړی وو، جمهوررئیس غني د هرات د پیر له نظره د طریقت او شریعت د ارتباط په اړه معلومات ورکړل وې ویل: په اوسني پېر کې چې طریقت ناسم تعبیر شوی واضح اړتیا ده چې د شریعت او طریقت پر اساسي اړیکه بحث وکړو.
هغه زیاته کړه: د اسلام مبین دین زموږ په وینه او احساساتو کې دی او زموږ د ژوند ټول اړخونه جوړوي او هیله ده چې د هرات د پیر د شخصیت او د افغانستان او نړۍ پر روحیاتو د هغه د اغېزو په اړه ملي او د اسلامي نړۍ بحث رامنځته شي.
جمهوررئیس وویل: ټولې هغه رسالې دې چاپ شي چې د هرات او نورو پوهنتونونو څېړونکو د خواجه عبدالله انصاري، عبدالرحمن جامي او واعظ کاشفي په اړ لیکلي، ترڅو زده کوونکي، محصلین او افغان کډوال خپل بډایه فرهنګ درک کړي. 
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د هرات پیر تل زما لپاره د الهام چینه ده او تل چې هرات ته ځم، نو زیارت ته یې ورځم.
جمهوررئیس د ګوهرشاد بېګم په اړه وویل: له چاپ شويو اثارو یې برېښي چې ښایي ګوهرشاد بېګم له ۲۰ پېړۍ مخکې د نړۍ تر ټولو پیاوړې ښځینه سیاستواله وه.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، ملکه ګوهر شاد په معمارۍ کې برلاسې وه او په دې برخه کې یې سلیقه هم تلپاتې ده. هغه ټینګار وکړ، د مصلي پاتې شویو څلو ساتنه یې ملي لومړیتوب  او  د دولت مسوولیت دی.
جمهوررئیس محمداشرف غني دې ته په اشارې چې هراتیان د هرات تېر هېر نه کړي وویل، تراوسه  ۸۵۰ تاریخي اثار نه دي ثبت شوي او که ثبت نه شي، موږ په حقیقت کې یو ناورین رامنځته کوو. هغه دغه راز ټینګار وکړ په عصري کولو کې هم باید خپل تاریخ هېر نه کړو، دغه راز دې د تاریخي اثارو په ساتنه او څارنه کې اساسي هڅه وشي.
جمهوررئیس د (هرات پیر د مقبرې) د څارنې او پراختیا لپاره د ګازرګاه عایداتو د یوې برخې د ځانګړي کولو د وړاندیز هرکلی وکړ او وې ویل، د افغانستان د ملي مهندسي سبک په توګه دې پر تیموري سبک اساسي بحث پیل شي.
محمد اشرف غني د مهندسي او عرفاني برخې پر وصل د ټینګار ترڅنګ وویل، زموږ تېر زموږ راتلونکی دی، موږ د افراط نه، بلکې د یوبل د منلو او پراخ لید فرهنګ درلود.
د هېواد جمهوررئیس وویل، د هرات او افغانستان پیغام محدود نه دی، پیغام یې اسلامي او نړیوال دی چې په ۲۱ پېړۍ کې انعکاس او غږ لري.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، په تاشکند کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ګوهرشاد بېګم په اړه ستر کنفرانس جوړېږي او هیله ده د افغانستان په ځانګړي ډول د هرات څېړونکي په کې پراخه ونډه ولري، ترڅو د دغو مشترکو شخصیتونو نمانځنه وشي او په مرکزي اسیا کې زمونږ ژورې ریښې بېرته راژوندۍ شي.
جمهوررئیس وړاندیز وکړ، د نومیالي  انځورګر کمال الدین بهزاد په اړه دې په ارګ کې ملي کنفرانس جوړ شي.
دغه راز په دغو مراسمو کې استاد ولي شاه بهره د هرات د پیر خواجه عبدالله انصاري د عرفاني شخصیت په اړه معلومات ورکړل او د دغو مراسمو د جوړولو له امله یې له جمهوررئیس څخه د مننې ترڅنګ وویل، اولیا الله ته خدمت او له دوی سره مینه، پاک خدای ته خدمت دی.
ولي شاه بهره وویل، عبدالله انصاري د بښنې او تېرېدو فرهنګ په دودولوکې د ننني بشریت هغه روښانه څراغ دی چې موږ پرې ویاړو. هغه زیاته کړه، د هرات پیر په اوس او تېر کې د اسلامي نړۍ ځلانده لمر دی.
نوموړي وړاندیز وکړ چې د هرات د پیر اثار دې چاپ او خپاره شي، راتلونکی کال دې د خواجه عبدالله انصاري په نامه ونومول شي، ځیني اثار دې د دیني مدرسو یوه برخه شي او خانقاه دې تاسیس او د هرات د پیر له وقف شویو عوایدو څخه دې په کال کې د دغه شخصیت په زیارت ولګول شي.
دغه راز د هرات پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي رئیس ډاکتر احمد غني خسروي د ملکې ګوهر شاد بېګم د شخصیت، کورنۍ او کارنامو په اړه خبرې وکړې وې ویل، د ملکې ګوهرشاد بېګم یادګارونه د نړۍ  حیرانونکي معماریو برخه بلل کېږي. هغه زیاته کړه، د نړۍ له دولس غوره معماریو څخه یوه هم د هرات مدرسه او مصلي ګڼل کېږي.
خسروي وړانديز وکړ د عبدالرحمن جامي، خواجه عبدالله انصاري او ملاحسین واعظ کاشفي په اړه د هرات د ماسټرۍ دورې فارغانو لیکلې رسالې دې د دولت له بودجې چاپ او نشر شي.
په دغو مراسمو کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د عمومي ریاست مرستیال محمد شعیب تیموري د خواجه عبدالله انصاري او ګوهرشاد بيګم په نومونو د مډالونو د ضرب په اړه د جمهوررئیس غني فرمان ولوست. دغه راز د هېواد جمهوررئیس هغه نقاشي او خطاطي شوې تابلوګانې هم وکتلې چې د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراثونو تصویرونه او پر څنډو یې د خواجه عبدالله انصاري مناجات نندارې ته اېښودل شوي وو.#
پاى- ف

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته