سیاستخبرونهامنیتTOP

جمهوررئیس غني: په هیواد کې د جګړې او وینې بهېدنې دوام موږ ته د منلو نه دی

کابل/ د وري ۱۶مه/ باختر

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د هیواد د بېلابېلو ولایتونو مشرانو، متفذینو او علمای کرامو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه په پیل کې اسدالله وفا، شېرمحمد حقیار اسحاقزي، عبدالرحمن ځدراڼ، صفر محمد کاکړ او شاه جهان د نورو په استازولۍ خبرې وکړې.

دوی تاریخي زېربناو، د زېربنایي پروژو جوړولو او د اوبو مدیریت په ځانګړي ډول د کمال خان بند جوړولو او ګټې اخیستنې په خاطر د جمهوررئیس د پاملرنې مننه وکړه او له نظام څخه د ملاتړ، اساسي قانون د ساتنې، باعزته، تلپاتې او عادلانه سولې د تامین، د وروستیو دوو لسېزو ارزښتونو په ځانګړي ډول د ټاکنو اصل د ساتنې او د جګړې او روان تاوتریخوالي د پایته رسولو په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، په هیواد کې د جګړې او وینې بهېدنې دوام موږ ته د منلو نه دی. موږ په هیواد کې عادلانه او تلپاتې سوله غواړو او زموږ موخه مستقل، ولسواک او متحد افغانستان دی او باید انقطاع رامنځته نه شي.

جمهوررئیس په افغانستان کې د جګړې پر پایته رسولو ټینګار وکړ وې ویل، بین المللي ټولنه باید په افغانستان کې د جګړې پایته رسولو او تلپاتې سولې د ټینګښت په خاطر لازم ضمانتونه ورکړي.

د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د دې په بیانولو سره چې اساسي قانون زموږ ملي وثیقه او د لوبې قاعده ده وویل، اوس د تېرو څلورو لسېزو په پرتله د سولې فرصت بېساری دی، نړۍ مو تر څنګ ده، موږ سولې ته رسېږو او باید پر عقل او تدبیر مخته ولاړ شو.

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته