خبرونهTOPښوونه او روزنه

جمهوررئیس غني په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو د پرمختګ راپور واورېد

کابل/ د وري ۲۸مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس احمد نادر نادري او پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي سره په ناسته کې، په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو د پرمختګ راپور واورېد.
په دغه ناسته کې چې نن ماسپښین په ارګ کې وشوه، یادو مسوولینو په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو په ځانګړي ډول د تشکیلاتي اصلاحاتو د پرمختګونو په اړه خپل راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ.
جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو بهیر پر چټکتیا او د بشري سرچینو مدیریت سیستم له لارې د معاشونو د ورکړې پر پروسې ټینګار وکړ.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته