خبرونهامنیت

جمهوررئیس محمداشرف غني، په ملي دفاع وزارت کې د اصلاحي برنامو د تطبیق بهیر وارزاوه

کابل/ د مرغومي ۳۰مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني نن سهار د ملي دفاع وزارت له مسوولینو سره د جلا کتنو په لړ کې، په دغه وزارت کې د اصلاحي برنامو د تطبیق څرنګوالي بهیر په اړه خبرې وکړې. په دغو کتنو کې چې په ملي دفاع وزارت کې وشوې او د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم حضور درلود، د ملي دفاع وزارت مسوولینو په یاد وزارت کې د اصلاحاتو بهیر د تطبیق او د ملي اردو د لازیات ملاتړ په خاطر د خپلو برنامو په اړه د راپور وړاندې کولو پر مهال د باکیفیته روزنې، د تامیناتي، تخنیکي او لوژستیکي چارو د ښه والي، د ملي اردو د منسوبینو د حقونو او امتیازاتو د غوره والي او د دوی روغتیایي چارو ته د لازیاتې پاملرنې په هکله معلومات وړاندې کړل. جمهوررئیس غني د یادو راپورونو له اورېدو وروسته په ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو بهیر د تطبیق په خاطر د دغه وزارت د رهبري هڅې وستایلې او د ملي اردو منسوبینو ته د کاملې رسېدنې او له دوی څخه د زیات ملاتړ، د باکیفیته تعلیماتو برابرولو او د هغوی د اړتیاو رفع کولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته