سیاستخبرونهTOP

جمهوررئیس محمد اشرف غني د اسټرالیا او ډنمارک د نویو سفیرانو باور لیکونه ومنل

کابل/ د وري ۱۲مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د اسټرالیا او ډنمارک د نویو سفیرانو، پاول وجسيچاوسکي او مېرمن نتالیا فینبرګ باور لیکونه د جلا جلا تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومنل. په دغو مراسمو کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشول، جمهوررئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د استرالیا او ډنمارک د مرستو او همکاریو او غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د یادو هیوادونو سرتېرو د فعالې ونډې د قدردانۍ پر مهال، د افغانستان حکومت د سولې لار نقشې په اړه خبرې وکړې او یادو سفیرانو ته یې په نویو دندو کې د بریالیتو هیله وکړه. د اسټرالیا او ډنمارک سفیرانو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر پيلولو خوښي څرګنده کړه وې ویل، د سولې د ټینګښت او جنګ پایته رسولو لپاره د افغانستان حکومت او خلکو د هڅو ملاتړ کوو او کوښښ کوو له افغانستان سره زموږ د هیوادونو اړیکې د مخکې په پرتله لازیاتې پراخې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته