سیاستخبرونهامنیتTOP

جمهوررئیس محمد اشرف غني د ناټو سازمان له سرمنشي سره ټليفوني خبرې وکړې

کابل/ د کب لومړۍ/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني نن ماسپښين د ناټو سازمان له سرمنشي ینس سټولتنبرګ سره ټليفوني خبرې وکړې. په دې ټليفوني مکالمه کې، دواړو لوريو د سولې پروسې، د ناټو سازمان د غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو کنفرانس او د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو د ناټو دوامداره ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې. د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولتنبرګ د ناټو سازمان د غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو کنفرانس په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل وې ويل، د ناټو سازمان غړي هيوادونه د افغانستان د سولې پروسه کې له فعالې ډيپلوماسۍ استفاده کوي چې دغه پروسه بريالۍ شي. هغه په افغانستان کې د تاوتريخوالي زياتېدو په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وويل، د دې سازمان د ټولو غړو هيوادونو پرېکړې به مشروطې وي او په هغو کې به له امريکا متحدو ايالتونو سره له نږدې همغږي وکړي. د ناټو سازمان سرمنشي له افغانستان څخه د امريکايي او ناټو ځواکونو د خروج په اړه وويل، مشورې دوام لري او تر اوسه په دې اړه تصميم نه دی نيول شوی او همداراز د طالبانو او امريکا ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک بیاکتنه د امريکا متحدو ايالتونو له لوري جريان لري. په دې ټليفوني تماس کې، د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولتنبرګ په سوله ييز ډول د افغانستان د ستونزې پر حل ټينګار وکړ او په افغانستان کې يې د ټينګې او باعزته سولې ملاتړ وکړ. همداراز نوموړي وويل، له ترورېزم سره په مبارزه کې د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو د ناټو سازمان ملاتړ دوام لري.

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته