خبرونهسیاستاقتصادTOPټولنه

جمهوررييس د حکومتولۍ او بشري سرچینو په اوونۍ کې د ۵٫۷ میلیاردو افغانیو په ارزښت یو زر پروژې پرانیستې

کابل/ د وري ۳۱مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د “سل ورځې، سل زېري” پروګرام په لړ کې د حکومتولۍ او بشري سرچینو اوونۍ کې په هرات، کندهار، بلخ او ننګرهار کې د یو زر پروژو د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال او د کابینې یو شمېر غړو حضور درلود او د یادو ولایتونو والیان او مشران د ویډیو کنفرانس له لارې وصل وو، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس، د ښار جوړولو او ځمکو وزیر ، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون رئیس او د اترا ادارې رئیس د خپلو اړوندو ادارو د بشپړو شویو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل.
وروسته جمهوررئیس غني د کندهار، بلخ، هرات او ننګرهار والیانو ته چې د ویډیو کنفرانس له لارې وصل وو د یادو پروژو د پرانیستو لارښوونه وکړه. همداراز د جمهوررئیس په حضور کې د ښار جوړولو او سترې محکمې د استازو ترمنځ د قبالو د وېش د واک لېږد پروتوکول او د اترا ادارې او Acacia Innovations Technology مسوولینو د طیف څارنې سیستم تړون لاسلیک کړل.
جمهوررئیس محمداشرف غني د کمپیوټر د تڼۍ په کېکاږلو سره د ښوونکو د یوولس زره بستونو له اعلان وروسته وویل، نن موږ پر ډېرو سره تړلو ملي برنامو غږېږو چې مسوولینو او ټول ولس ته د دغو یو زر پروژو مبارکي وایم. هغه زیاته کړه، ولسي تړون د ولس دی او د ازاد افغانستان لپاره همداسې یو پروګرام پکار و چې ټول افغانان په کې ځانونه وګوري.
جمهوررئیس همدا راز زیاته کړه، د ولسي تړون شوراګانې پنځوس سلنه له ښځو جوړې دي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د بین المللي قواوو له ابرومندانه وتلو سره د بین المللي مناسباتو یو فصل ختمېږي او د بین المللي همکاریو بل فصل چې اقتصادي مناسبات، د امنیتي قواوو پیاوړتیا، بشري مرستې او د افغانستان پرمختګ یې په راس کې دی پیلېږي، نو د جنیوا کنفرانس ټولې ژمنې باید عملي کړو ځکه دا د دولت ، مارکېټ او سولې جوړولو لپاره ګټورې دي. جمهوررئیس غني د پروژو امنیت او ساتنه کې د خلکو رول او د ولس په همکارۍ په سختو ځایونو کې د اوبو لویو پروژو ترسره کېدو ته په اشارې وویل، دا پروژې مو نه یوازې د سېلابونو او وچکالۍ له خطرونو ژغوري، بلکې د افغانستان د سوکالۍ، ثبات او زرغونتیا لامل کېږي.
محمداشرف غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنو څخه په مننې وویل، طالبانوپه یو کال کې د افغانستان زیربنا ته یو میلیارد ډالر زیان اړولی.ورباندې غږ کوم که د جوړولو اراده او مثبت حرکت نه لرئ، نو ولې یې ورانوئ. په ارغنداب کې دوه لوی پلونه، لسګونه پلچکونه او هر څه ویجاړ او ښایسته ارغنداب له ماینونو ډک شوی دی.
جمهوررئیس طالبانو ته په خطاب کې وویل، راشئ دا وطن سوکاله کړئ، که هر وار د ارغنداب پېښه تکراروئ، نو ولس خپل قضاوت کوي.
د دغو یو زر پروژو تطبیق او د ارغنداب د پېښې تکرار د جمهوریت او زموږ د خدمت ارادې او ستاسو د محدودې او جنګي نظریې غوره پرتلنه ده. د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د دغو یولس زره بستونو وېش به د منابعو په برخه کې پخوانۍ ناخوالې جبران کړي.
هغه زیاته کړه، زموږ هدف دادی چې د دولت هر ملکي او نظامي مامور باید له دې وروسته معلوم او بایمیتریک شي. د جمهوریت قضاوت زموږ په خدماتو، اخلاقو، ژمنه او شفافیت پورې تړلی. درې ګونې قواوې، د هرې کچې سیاسیون او ولس باید په ګډه نړۍ ته ثابته کړو چې دا تېرېدونکی پړاوو د وړاندوینې وړ و او په بریالیتوب ترې وځو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته