سیاستخبرونهټولنه

جمهوررييس محمداشرف غني د نورزيو له مشرانو او متنفذینو سره وکتل

کابل/ د مرغومي ۲۷مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د هیواد بېلابېلو ولایتونو د نورزي قوم یو شمېر مشرانو، متنفذینو، علماو، استازو او ځوانانو سره په سلامخانې ماڼۍ کې وکتل. په دغه کتنه کې چې د کابینې یو شمېر غړو هم حضور درلود، په پیل کې عبدالغفار ارمان، عارف خان، ولي جان صابري، بصیر مالان، خلیل احمد شهیدزاده، زلمي، نعمت الله شېردلي، محمد نادر او عارف خان نورزي د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د سولې پروسې، د سولې مشورتي لویې جرګو جوړولو، د اوبود مهارولو، دکرونا د ښه مدیریت، ولسي تړون او ملي دسترخوان ملي پروګرامونو له امله د جمهوررئیس د هلو ځلو قدرداني وکړه او د سولې په برخه کې یې د جمهوررئیس د اصولي دریځ ټینګ ملاتړ وکړ. دوی د ښوونځیو په ځانګړي ډول پښتو ژبو ښوونځیو، تحصیلي بورسونو، د ټاپي پروژې، ولایت ته د شینډنډ ولسوالۍ د ارتقا، بې ځایه شویو ته د رسیدګي او ملي دسترخوان کې هغوی ته د سهم ورکولو، د نورزیو قوم کدرونو د استخدام، د کمال خان بند د امنیتي تدابیرو، دلارام بند او انتصابي سناتور په اړه خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل. یادو ویناوالو وویل، نورزی قوم چې د هیواد د بېلابېلو ولایتونو په سرحدي او ستراتیژیکو سیمو کې استوګن دي، د هیواد د دفاع او ساتنې په برخه کې یې ډېرې قربانۍ ورکړي. دوی له طالبانو څخه د اوربند او له سیاسیونو څخه بهرنیو هیوادونو ته د انفرادي سفرونو پرځای په داخل کې د سولې ملي اجماع او پیاوړي ملي دریځ غوښتنه وکړه. جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د نورزي قوم مشرانو او متنفذینو ته وویل، د هیواد په اړه ستاسې دریځ، اراده او ژمنتیا پیاوړې او د هیواد د سرحدونو د ساتنې په برخه کې د نورزي قوم اتلولي او سرښندنې تاریخي ارزښت لري. د هیواد جمهوررئیس زیاته کړه، د نورزي قوم د ملکي کدرونو د استخدام په برخه کې به د افغانستان برښنا شرکت رئیس احمد داوود نورزی او د نظامي کدرونو په برخه کې به د ملي امنیت عمومي ریاست ولایتي مرستیال ډګرجنرال نظرعلي واحدي اساسي پاملرنه وکړي. جمهوررئیس زیاته کړه، ستاسې غوښتنو او وړاندیزونو ته به رسېدګي وشي، د بېځایه شویو ستونزو د بنیادي حل په موخه خپله طرحه وړاندې کړئ او بېځایه شویو ته د ملي دسترخوان برنامه کې ونډه ورکول کېږي. جمهوررئیس غني وویل، د هیود له ټولو ورونو قومونو سره په پیوستون او وحدت، وطن ابادېږي او د ټاپي، ټاپ، فایبراپټیک او اوسپڼې پټلۍ پروژو په تطبیق سره به د نورزي قوم په ژوند کې چې په دغه مسیر کې مېشت دي، پام وړ ښه والی راشي او موږ واقعي او مثبت سوله غواړو د دغې کتنې په پاې کې د نورزي قوم یو شمېر مشرانو جمهوررئیس ته دعزت پګړۍ ور په سر او هغه تندیس چې د جمهوررئیس عکس په کې نقاشي شوی و، هغه ته ډالۍ کړ
نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته