خبرونهټولنهTOPروغتیا

جمهوررييس محمداشرف غني ملالۍ زېږنتون روغتون وکوت

کابل/ د وري ۳۰مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام ملالۍ زېږنتون روغتون ته ولاړ او د یاد روغتون عمومي وضعیت یې وارزولو.
د یادې لیدنې پر مهال جمهوررئیس ته د ملالۍ زېږنتون روغتون عمومې رئیسې هما اکسیر، یوې قابلې او د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح د روغتون د عمومي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
دوی د روغتون د ښه والي او ناروغانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو، په خالي بستونو کې د کارکوونکو د استخدام، د ظرفیت لوړولو په خاطر د بودجې د تخصیص، هغو ډاکټرانو ته چې له هیواده بهر د تخصص او فوق تخصص ترلاسه کولو په موخه غوښتنه کوي د زیاتې رخصتۍ په اړه د قانون د تعدیل او پر درملو او طبي وسایلو د روغتون د تجهیز په هکله خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس غني د یاد روغتون د مسوولینو، ډاکټرانو، نرسانو او پرسونل د کړنو او خدمتونو ستاینه و کړه او دوی ته یې د ناروغانو د پالنې او رسېدګۍ په موخه لارښوونه وکړه وې ویل، په ټولو روغتونو کې باید لازم اصلاحات راشي. جمهوررئیس د عامې روغتیا وزارت سرپرست ته لارښوونه وکړه چې د درملو او نورو وسایلو له اړخه د ملالۍ زېږنتون روغتون د تجهیز په موخه خپل وړاندیزونه ترتیب او د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي. همداراز دې د عدلیې وزارت او جمهوري ریاست حقوقي چارو واحد په همکارۍ هغو ډاکټرانو ته چې له هیواده بهر د تخصص او فوق تخصص ترلاسه کولو په موخه د زیاتې رخصتۍ غوښتنه کوي د قانون د تعدیل طرحه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته