سیاستخبرونه

جمهوررييس محمد اشرف غني د امریکا له شارژدافیر او د غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومي قومندان سره وکتل

کابل/ د سلواغې لومړۍ/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازيګر په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت شارژدافیر راس ویلسن او د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر، سره وکتل. په دغه کتنه کې چې په ګلخانې مانۍ کې وشوه او د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح هم حضور درلود، د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر، دوحې ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل. همداراز دواړو لوریو د افغانستان سولې پروسې، جینوا کنفرانس د تعهداتو او د امریکا متحدو ایالتونو نوي حکومت سره چې سبا به رسماً خپل کار پیل کړې د افغانستان د اړیکو په اړه مفصل بحث وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته