خبرونهاقتصاد

جمهوررييس محمد اشرف غني د مالیې وزارت د اصلاحي برنامو راپور واورېد

کابل/ د مرغومي ۲۸مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د مالیې وزارت رهبري سره په کتنه کې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو او سیستمونو د منظمولو په اړه بحث او خبرې وکړې. په دغه کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې مالیې وزیر عبدالهادي ارغنديوال او د یاد وزارت ټولو مسوولینو په سیستمونو، تشکیلاتو، استخدام او بشري سرچینو کې د اصلاحاتو په اړه خپل راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ. دوی وویل، زموږ عواید ۱۱،۵ میلیارده افغانۍ وو چې د تېر کال په پرتله سږ کال ۱۰،۵ سلنه لوړ شوي دي. همداراز سیستمونه کمپیوټري شوي، شفافیت منځته راغلی او هڅه کوو د هرې ورځې په تېرېدو سره عواید لوړ کړو. جمهوررئیس غني د دوی د راپور له اورېدو وروسته وویل، باید د خپلو عوایدو او لګښتونو په اړه وپوهېږو او د پیاوړتیا او کمزورۍ ټکي یې وپېژنو. هغه زیاته کړه، باید د وارداتي توکو او داخلي تولیداتو په اندازې پوه شو او همداراز د مالیې وزارت سیستمونه توحید او مالکیت یې افغاني شي. جمهوررئیس غني دېته په اشارې چې افغانستان د دیجیټلي کېدو پر لور حرکت کوي وویل، مالیې وزارت ته د دغه سیستم تطبیقول زیات اړین دي. همدارنګه موږ د تفتیش په برخه کې متخصصینو ته اړتیا لرو، ترڅو د عوایدو د فرار مخنیوی وشي. د هیواد جمهوررئیس وویل، د مالیاتو د فرار یو لامل د سیستمونو پراګندګي ده باید سیستمونه اصلاح او منظم شي. جمهوررئیس وویل، د برنامو پر اقتصادي بعد باید بیاکتنه وشي او په مالیې او نورو ټولو وزارتونو کې دې افغانستان شموله برنامې په پام کې ونیول شي. جمهوررئیس غني په بنسټونو کې د اصلاحاتو په خاطر په جینوا کنفرانس کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تعهداتو ته په اشارې وویل، باید په مالیې وزارت کې اصلاحي برنامې تطبیق او هره برخه یې مسلکي او تخصصي شي. جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، موږ په راتلونکي کې د ډونرانو په نشتوالي کې پالیسیو ته اړتیا لرو او باید زموږ د پانګونې تمرکز پر کانونو، زېربناو او سیمه ییزه اقتصادي همکاریو اوسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته