خبرونهټولنه

جمهوررييس محمد اشرف غني د ملالې میوند له کورنۍ سره غمشریکي وکړه

کابل/ د مرغومي ۱۸مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئيس محمداشرف غني چې د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه یې دغه ولایت ته سفر کړی وو، نن ماښام بېرته کابل ته راستون شو. جمهوررئیس کابل ته له روانېدو مخکې په جلال اباد ښار کې د ملالې میوند کورنۍ سره وکتل او یو ځل بیا یې د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګند کړل. په پیل کې د ملالې میوند ورور په خپلو خبرو کې ملاله د هیواد او ولس شهیده او د سولې ارمانجنه وبلله، وې ویل دا زموږ د کور ګټیالۍ وه چې په شهادت سره یې موږ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شو. نوموړي د ننګرهار والي څخه په مننې وویل، هیله ده دولت له موږ سره د سرپنا په برخه کې لازمه همکاري وکړي. ورپسې د جمهوررئیس لومړي مرستیال امراالله صالح د ملالې میوند کورنۍ ته تسلیت ووایه، زیاته یې کړه اقتصادي ستونزې به مو حل او د زعفران ښارګوټي د استوګنې نمرو وېش لیست کې به مو په پام کې ونیسو. ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل په خپلو خبرو کې وویل، تر کومه چې ما ملاله میوند پېژندله هغه یوه باجرئته او سپیڅلې پېغله وه او د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست ته مې دنده سپارلې چې کورنۍ سره یې اوږدمهاله مرسته وکړي. جمهوررئیس غني د یادو ویناواولو د خبرو له اورېدو وروسته د ملالې میوند کورنۍ سره د غمشریکۍ پر مهال دنوموړې کورنۍ سره پنځه لکه افغانۍ نغدي مرسته وکړه وې ویل، تاسې ته به د کار کولو زمینه برابره او د پیاوړې ملالې یاد به تازه وساتل شي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته