سیاستخبرونهټولنه

جمهوررييس محمد اشرف غني د هرات ولایت دعلماو شورا له غړو سره وکتل

کابل/ د سلواغې ۲مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن ماسپښین د دغه ولایت له علماو او روحانیونو سره وکتل. په دغه کتنه کې د هرات د علماو سرتاسري شورا رئیس مولوي خداداد صالح او حاجي علي احمد جبریلي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، جمهوررئیس او مل پلاوي ته یې د ښه راغلاست پر مهال وویل: سوله تر هرڅه لومړیتوب لري او خدای (ج) یې په قران کریم کې امر کړی دی. سوله سرښندنه او قرباني غواړي او باید په دې برخه کې د قران کریم لارښوونې واورو او عمل پرې وکړو. دوی څرګنده کړه د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې د ټینګښت په برخه کې اغېزناک ګامونه پورته کړي، خو طالبانو تر اوسه داسې ګام نه دې پورته کړې چې د افغان ملت د خوښۍ وړ وګرځي. همداراز دوی وویل، جنګ د حل لار نه ده او د امنیت په فضا کې مسلمانان عبادت کولی شي، اقتصاد او ښوونه او روزنه وده کوي، خو په ناامنۍ کې دغه ارزښتونه پایمالېږي. وروسته د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح په هرات کې د اهل تسنن او تشیع پیروانو د یووالي قدردانې وکړه وې ویل، علمای کرامو د هیواد په سطحه په ټولو برخو په ځانګړي ډول د طالبانو روایتونو د باطلولو، د عامه ذهنونو د روښانولو او د شخړو په حلولو کې اساسي رول لوبولی دی. وروسته جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې وویل، سوله الهي امر دی او د افغانستان اسلامي جمهوریت په هیواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې خپل ښه نیت ثابت کړی او ملت تلپاتې او باعزته سوله غواړي. جمهوررئیس زیاته کړه، خلکو د مذاکراتو لار پرانیسته او جمهوریت داسې یو جوړښت دی چې تنازل او بښنه په کې موجود دی. زه د افغانستان د خلکو خادم یم او زما ځایناستی به د افغان ولس د ارادې پر بنسټ انتخابېږي. هغه وویل، کلیدي ټکی د افغانستان اساسي قانون دی او زموږ د هیواد رسمي دین، د اسلام مقدس دین دی. د قران شریف په احکامو او نبوي احادیثو کې وسطیت دی او د مسلمانانو وژل ناروا دي. د هیواد جمهوررئیس وویل په ۱۴۰۰ کال کې د امام بخاري او امام ترمذي د نمانځنې مراسم جوړوو او د امام جعفر صادق د نمانځنې مراسمو په اړه به هم کار وکړو. د هیواد جمهوررئیس د افغانستان علماو سرتاسري شورا پر اساسي مدیریت ټینګار وکړ او له علماو یې وغوښتل چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره د مدرسو د پیاوړتیا، د وسطیت لیدلوري، ګډ ژوند او مذهبي وفاق په اړه غونډې وکړي. جمهوررئیس غني وویل: ویاړم چې د هرات جامع جومات په شمول مې ټول تاریخي جوماتونه ترمین او بیاورغاول او په ټول افغانستان کې ۱۰۰۰ نور جوماتونه جوړ یا یې هم د جوړولو چارې روانې دي. محمداشرف غني د خپلو خبرو په پای کې د علمای کرامو اجماع وستایله او له دوی یې وغوښتل چې د جوماتونو او مدرسو د پیاوړتیا په موخه خپله طرحه وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته