سیاستخبرونهامنیتTOP

جمهوررييس محمد اشرف غني د هسپانیې د بهرنیو چارو له وزيرې سره ټلیفوني خبرې وکړې

کابل/ د وري ۲۷مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن غرمه د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرې ارانجا ګوزالیز لایا سره خبرې وکړې. په دغه ټلیفوني مکالمه کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن او یو شمېر دولتي مقاماتو هم حضور درلود، دواړو لوریو د سولې پروسې، د امریکا د وروستۍ پرېکړې او له افغانستان سره د همکاریو د دوام په اړه بحث او خبرې وکړې. جمهوررئیس له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا متحدو ایالتونو وروستۍ پرېکړې ته په اشارې وویل، موږ دوه کاله مخکې هم د ورته تصمیم په انتظار وو، ما له جمهوررئیس بایډن او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سره خبرې وکړې او دوه اړخیز قراردادونه په ځانګړي ډول د دواړو هیوادونو ترمنځ امنیتي او د ستراتېژیکو اړیکو قرارداد پر ځای دی. هغه زیاته کړه، موږ له امریکا سره د اړیکو نوي فصل ته داخل شوي یوو، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به د دغه هیواد مرستې دوام ومومي او د هغو پر میکانیزمونو به خبرې وکړو. جمهوررئیس غني وویل، له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو مهالوېش او د کټګورۍ د ترتیب او په دې اړه چې د دوی کوم تاسیسات او وسایل زموږ ځواکونو ته پاتې کېږي، باید خبرې وشي. جمهوررئیس وویل، د دغو وتلو پایلې باید وسنجول شي، ګاونډي هیوادونه په ځانګړي ډول پاکستان باید په خپلو پرېکړو کې دقیق وي. جمهوررئیس څرګنده کړه: متاسفانه چې ۴۲ کاله کېږي چې افغانستان په جنګ کې قرار لري، موږ غواړو بې طرفه هیواد واوسو او په داسې حال کې د سولې هرکلی کوو چې طالبانو د سولې لپاره لاسته راغلی فرصت رد کړی دی. په دغه ټلیفوني تماس کې د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر د سولې په اړه وویل، افغانستان به له ناټو سره خبرې وکړي چې د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته خپلو اوږدمهاله همکاریو ته په ځانګړي ډول د تروریزم ضد مبارزې په برخه کې، څه ډول دوام ورکړي. هغه زیاته کړه، طالبان هغو مکلفیتونو ته په پام چې لري یې، باید یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي او موږ د سولې په اړه له ترکیې، قطر، امریکا او ملګرو ملتونو سازمان سره کار کوو. بهرنیو چارو وزیر وویل، د سیمې هیوادونه او بین المللي ټولنه باید له موږ سره همکار اوسي، طالبان او پاکستان دې وپوهېږي چې دا یو فرصت دی او باید له لاسه یې ورنکړي. په دغو ټلیفوني خبرو کې د هیواد لومړۍ مېرمن په بېلابېلو برخو کې د ښځو د فعالې ونډې یادونه وکړه وې ویل، د ښځو بېلابېلې شبکې ایجاد شوي او اوس له ځانه استازولي کوي، موږ شاتګ نه کوو او د ښځو پر پیاوړتیا تمرکز مهم دی. همداراز د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ د ښځو د وضعیت او د پوهنې وزارت سرپرستې رنګېنې حمیدي د کوچنیانو او ځوانانو په ځانګړي ډول نجونو د روزنې په اړه خبرې وکړې، د ښارجوړولو او ځمکو وزیر محمود کرزي له ۱۲ هکتاره ځمکې پروژې څخه د هسپانیې د تخنیکي ملاتړ او د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي د ښځو د سوداګریزو برنامو او دیجیټلي کولو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه. د دغه ټلیفوني تماس په پای کې د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان دولت د غوښتنو د تایید پر مهال، د سولې پروسې او په بېلابېلو برخو کې د افغان ښځو د ونډې له پياوړتیا خپل ملاتړ څرګند کړ وې ویل، د ناټو غړو هیوادونو سره به افغانستان څخه د لازیات ملاتړ په هکله خبرې وکړي. نوموړې همداراز څرګنده کړه، موږ له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته ژمن یوو او د دیجیټلي کولو او ښاري پراختیا په برخو کې به لازمه همکاري وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته