خبرونهسیاست

جمهوررييس محمد اشرف غني په ننګرهار کې لویې ولسي غونډې ته: دا زموږ مسوولیت دی چې ولسونه ثبات ته ورسوو او طالبان دې نننی افغانستان درک کړي

 

کابل/ د مرغومي ۱۸مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت په ولایت مقام کې جوړې شوې لویې ولسي غونډې ته وینا وکړه. په دې غونډه کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار، د چارو ادارې عمومي رئیس فضل محمود فضلي، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال محمد یاسین ضیا او د کابینې یو شمېر وزیرانو هم حضور درلود، په پیل کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل جمهوررئیس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د دې ولایت د امنیت په تامین کې ولسونو اساسي رول لوبولی دی، ځکه د خلکو او ولایت مقام ترمنځ فاصله له منځه وړل شوې ده. د ننګرهار والي زیاته کړه، د ولسونو لویه غوښتنه د امنیت تامین، د اصلاحاتو تطبیق او د ښې حکومتولۍ پیاوړي کول دي. نوموړي همدا راز د ښوونکو د کموالي، برېښنا، پوهنتون او روغتونونو ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه هم وکړه. په یاده غونډه کې احمد علي حضرت د ننګرهار د ولایتي شورا، امیر خان یار په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازو، مولوي محمد داوود د علماوو او ذبیح الله زمري د قومي متنفذینو په استازیتوب خبرې وکړې او د ولسوالیو او لویو لارو امنیت ته د پاملرنې، د ښوونکو او پولیسو تشکیل د زیاتوالي، د ځوانانو د ګومارنې، د هوایي ډګر د ځغاستلیکې د رغاونې، د علمای کرامو غوښتنو ته د رسېدنې، ننګرهار پوهنتون د استملاک ستونزې د حل، د کابل ـ جلال اباد او د جلال اباد ـ تورخم دویم سړک جوړولو او هدفي وژنو د مخنیوي په اړه خپلې غوښتنې له جمهوررئیس سره شریکې کړې. وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو روح ته د دعا پر مهال د ننګرهار د امنیت په تامین کې د ولسي پاڅون کوونکو هڅې او قربانۍ وستایلې. امرالله صالح د سولې روانو مذاکراتو ته په اشارې وویل، د سولې په خبرو کې په جمهوریت، بیرغ او د ښځو پر حقونو معامله نه شي کېدای، زموږ شرط دا دی چې زعامت به د ټاکنو له لارې ټاکل کېږي. جمهوررئیس غني د ګډونوالو د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د ننګرهار ولسونه دې د ولسوالانو او رئیسانو د بدلون طرحه په همغږۍ برابره او ماته وسپاري، ترڅو تطبیق یې کړو. د هیواد جمهوررئیس پوهنې وزارت ته لارښوونه وکړه چې ننګرهار ولایت ته څلور زره بستونه ورکړي او په معارف کې د اصلاحاتو لپاره دې واضح طرحه ترتیب شي. جمهوررئیس د ننګرهار سوداګریز او ترازیټي ارزښت ته په اشارې وویل، په تورخم شل میلیونه ډالره پانګونه کوو او حکومت به د برېښنا په برخه کې پانګه والو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. جمهوررئیس د غونډې په پای کې د داعش او نورو تروریستي ډلو پر وړاندې د ننګرهار د خلکو مبارزه بېسارې وبلله وې ویل، دا زموږ مسوولیت دی چې ولسونه ثبات ته ورسوو او طالبان دې نننی افغانستان درک کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته