خبرونهTOPښوونه او روزنهټکنالوژي

جمهورريیس  د افغانستان روباتیک ټیم ته په خطاب کې: تاسو ځوان نسل د هیواد د هوساینې او ثبات اوږد مهالی فکر لرئ

کابل/ د مرغومي٤مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان روباتیک ټیم سره په ارګ کې وکتل.

د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.

په دې کتنه کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، لومړی د افغانستان روباتیک ټیم مسوولې مېرمن رویا محبوب د خپلو فعالیتونو او برنامو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان روباتیک ټیم څخه د جمهورريیس او د هیواد لومړۍ مېرمن د ملاتړ مننه یې وکړه.

مېرمن رویا محبوب جمهورريیس غني وړ او د ځوان نسل ملاتړی رهبر وباله او د افغانستان روباتیک ټیم له لوري یې له ۲۴ زره پېچونو څخه جوړ د جمهورريیس تصویر، هغه ته ډالۍ کړ.

جمهورريیس غني پخپلو خبرو کې د افغانستان روباتیک ټیم د فعالیتونو او نوښتونو مننه وکړه وې ویل، تاسو د هیواد ځوان نسل یاست چې اوږد مهالی فکر لرئ او دا د هوسا او باثباته افغانستان لپاره ډېر مهم دی.

جمهورريیس د افغانستان روباتیک ټیم له ډالۍ څخه په مننې وویل، حکومت به په راتلونکو څو میاشتو کې د افغانستان ډیجیټل کولو لپاره لا زیات فرصتونه برابر کړي او په ځانګړي ډول د طب، پوهنې او سوداګرۍ برخې به په ډیجیټلي سیستم سمبالې شي.

د هیواد جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، په نږدې راتلونکي کې یو بین المللي ټیم افغانستان ته راځي او د هیواد د ډیجیټل کولو اړخونه به له نږدې وګوري.

پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته