سیاستTOP

جمهورريیس: د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر دې لا چټک شي

کابل / د زمری ۳ / باختر
جمهورريیس محمد اشرف غني د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولینو سره په  غونډه کې د تخنیکي ټیم، سیستمونو جوړولو، انکشاف او برېښنایي تذکرو د وېش په اړه د دوی د کړنو راپور واورېده.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ريیس وویل، نړیوالو معیارونو ته په پام یې په وزارتونو او ادارو کې د سیستمونو د لا انکشاف او د کارونو د ښه والي په موخه ظرفیتونه روزلي.
 نوموړي د سیستمونو د تطبیق، خالي والي، له انکشاف او د ادارو د رهبرۍ له بدلون وروسته د لومړیتوبونو د بدلون، د فعالیتونو او خدماتو وړاندې کولو د تکرار او ځینې نورې اړوندې ستونزې له جمهورريیس سره شریکې کړې.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ريیس وویل، د بشري ځواک د زیاتوالي لپاره یې د کادري سیستم د طرحې برابرولو ترڅنګ نږدې شپږ میلیونه برېښنایي تذکرې وېشلي او د اتو میلیونو تذکرو د وېش غوښتنه موجوده ده.
جمهورريیس غني د معلوماتو او مرکزې احصایې ادارې مسوولینو څخه د ظرفیت ایجاد، سیستمونو جوړولو او شپږ میلیونه تذکرو د وېش مننه او د دغه بهیر په لاچټکولو ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، د ستونزو د حل او د چارو د لا چټکتیا په موخه دې په هیواد کې له شته ظرفیتونو څخه استفاده وشي.
جمهورريیس څرګنده کړه، د افغانستان بانک ډیجیټلي شوی، کورنیو چارو، ملي دفاع، پوهنې، عامې روغتیا، کلیو پراختیا او فواید عامې وزارتونه د دغې پروسې په لومړیتوبونو کې دي. د مالیې وزارت د خزاینو سیستم، بودجه او د معاشونو ورکړه بایدمطلق ډیجیټلي شي.
محمد اشرف غني د چارو ادارې عمومي ريیس او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ريیس ته د چارو د تکرار د مخنیوي په موخه کابینې ته د وړاندیزونو برابرولو او د مختلفو سیستمونو پر ځای د واحد دولتي سیستم رامنځته کولو او انکشاف لارښوونه وکړه.
جمهورريیس غني وویل، د افغانستان د ډیجیټلي کېدو په صورت کې به راکړې ورکړې اسانه، خدمات او د زیربنایي پروژو اوچارو مدیریت په مراتبو اغېزناک شي.
جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې د معلوماتو او مرکزي احصایې مسوولینو ته په خطاب کې وویل، په تاسو ټولو پانګونه کېږي، په ډېر اعتماد کار وکړئ، شبکې مو پراخه کړئ، ځکه کار به مو هغه وخت لا ډېر اغېزناک وي چې ټولو ادارو ته وغځېږي.#  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته