خبرونهامنیتTOP

جمهورريیس د لومړۍ کرښې له مسوولینواو د دوو شهیدانو له پلرونو سره ټلیفوني خبرې وکړې

٥٣- کابل /د سلواغې ٦مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني نن سهار د شهید سید ابوطالب او شهید تورن نواب له پلرونو او د جګړې د لومړۍ کرښې مسوولینو سره ټلیفوني خبرې وکړې.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
جمهورريیس غني د شهید سید ابوطالب پلار حاجي مصطفی او د شهید تورن نواب له پلار حاجي ایوب سره د غمشریکي پرمهال د هغوی کورنیو ته د رسیدګي ډاډ ورکړ او وې ویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو هر سرتېری ماته د خپل اولاد حیثیت لري.
جمهورريیس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې شهید سید ابوطالب ته د یوې رتبې او شهید تورن نواب ته د دوو رتبو د ترفیع وړاندیز وکړي چې تقاعد یې زیات او کورنیو ته یې دوامداره رسیدګي وشي.
حاجي مصطفی او حاجي ایوب د جمهورريیس د غمشریکۍ مننه وکړه وې ویل، زموږ اولادونو د دې وطن د دفاع، ملي نوامیسو او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې لپاره قرباني ورکړې پرې ویاړو او په راتلونکي کې هم زموږ کورنۍ دې خدمت ته حاضرې دي.
ورپسې جمهورريیس غني د ارزګان د امنیت امر سمونمل محمد ګل همت سره ټلیفوني خبرې وکړې او نوموړي د جمهورريیس له دوامدارې پاملرنې او احوال اخیستو مننه وکړه وې ویل، د خلکو د امنیت تامین لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړو او له جمهوررئیس، افغان ولس او دې هېواد سره ژمنه کوم چې د وینې تر وروستي څاڅکي د خپلې لویشت لوېشت خاورې دفاع کوم.
جمهوررئیس له سمونمل محمد ګل همت څخه مننه وکړه وې ویل، ټولو همسنګرانو ته دې زما سلامونه، مینه او احترامات ورسوه او زه په تاسو باور لرم چې د دې هیواد او خلکو امنیت ساتلی شئ او وړاندیزونو او غوښتنو ته به مو رسیدګي وشي.
همداراز جمهوررئیس د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د جګړې په لومړۍ کرښه کې له تورن محفوظ الله سره خبرې وکړې او نوموړي جمهوررئیس ته وویل، زه او همسنګران مې ډاډ درکوو چې په هر ډول شرایطو کې د دې خاورې او ملي نوامیسو دفاع ته حاضر یوو او په ټول توان د وطن او خلکو ساتنه کوو.
جمهورريیس وویل، امام صاحب ولسوالۍ موږ ته حیاتي ارزښت لري او د همدې لپاره مې تاسو ته ټلیفون وکړ چې مخامخ مو احوال واخلم. ټولو بریدملانو، سرتېرو او افسرانو او د امام صاحب ولسوالۍ شریفو خلکو ته مې سلامونه او احترامات ورسوئ.
جمهوررئیس غني د دغې ټلیفوني مکالمې په پای کې، په فراه کې د ځانګړو قطعاتو د ۹۰۷ قطعې قوماندان ډګرمن ملک قیس عبدالرحیمزي سره خبرې وکړې او نوموړي وویل، دښمن ته زموږ پر خلکو او نظامي تاسیساتو د برید اجازه نه ورکوو او هغوی ته موغاښ ماتونکی ځواب ورکړی.
جمهورريیس محمد اشرف غني وویل، ملک قیس یو تاریخي نوم دی او هماغسې چې هغه کارنامې درلودې په تاسو هم حساب کوو، عملیات مو بریالي وو، کارنامې مو د ستایلو وړ دي او خپلو ټولو همسنګرانو او د فراه درنو ولسونو ته زما سلامونه ورسوئ.
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته