خبرونهسیاست

جمهورريیس د ټاکنو خپلواک کمېسیون طرحې او پلانونه واورېدل

٣٨- کابل / د مرغومي ۲۸مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمیشنرانو سره په کتنه کې د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو، په ولسي جرګه کې د غزني د استازو او د لویو ښارونو د ښاروالیو د ټاکنو په اړه د دوی طرحې او پلانونه واورېدل.
په ګلخانې ماڼۍ کې نن له غرمې مخکې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولینو د خپلو طرحو او پلانونو د وړاندې کولو پرمهال د یادو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره خپل چمتووالی وښوده.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
جمهورريیس غني د ټاکنو خپلواک کمېسیون د طرحو او پلانونو هرکلی او د چمتووالي مننه وکړه او وې ویل، حکومت د ټاکنو اصل ته ژمن دی او د ترسره کېدو لپاره به یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د هیواد جمهورريیس څرګنده کړه، د دغو طرحو او پلانونو د عملي تعقیب لپاره له اړوندو وزارتونو او ادارو سره پرلپسې نوبتي غونډې کېږي او د واضح مهالوېش په اساس به د دوی کارونه تعقیبېږي.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته