سیاستخبرونه

جمهورريیس غني او د ناروې لومړۍ وزیرې ټلیفوني خبرې وکړې

کابل / د سلواغې ٤مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون ماښام د ناروې لومړۍ وزیرې مېرمن ایرنا سولبرګ سره ټلیفوني خبرې وکړې.
د جمهوررييس وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغه ټلیفوني مکالمه کې، دواړو لوریو د دواړو هیوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې د اړیکو او همکاریو په پراختیا بحث او خبرې وکړې.
د ناروې لومړۍ وزیرې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده او دواړو لوریو د دایمي اوربند پر اړتیا چې د افغاستان د اکثریت خلکو غوښتنه ده او د سولې په مذاکراتو کې د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو پر ساتنې ټینګار وکړ.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته