سیاستخبرونه

جمهورريیس غني د اروپایي ټولنې غړو هیوادونو سفیرانو سره وکتل

 کابل / دکب  ١٤مه /باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې او ځینو نورو هیوادونو سفیرانو سره وکتل.

دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.

په دې کتنه چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د سولې پروسې پر راتلونکو ګامونو، د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع او اړوندو نورو مسایلو په هکله بحث او خبرې وکړې.#

ختم-ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته