سیاستخبرونه

جمهورريیس غني د امریکامتحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومندانۍ قومندان سره وکتل

کابل / د مرغومي ۲مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني تېر ماښام د امریکامتحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنتکام) قومندان جنرال مک کینزي سره، وکتل.
د جمهوررییس د ویاند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د جمهورريیس لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، د چارو ادارې لوی ريیس، د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان او د امریکا متحدو ایالتونو سفارت شارژافیر حضور درلود، دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.
جنرال مک کینزي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې، یو ځل بیا د امریکا متحدو ایالتونو دوامدار تعهد څرګند کړ. پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته