سیاستخبرونهTOP

جمهورريیس غني د اندونیزیا د محمدیه علماو سازمان رئیس او مل پلاوي سره وکتل

 ١- کابل/ د مرغومي٥مه / باختر 

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني تير ماښام د اندونیزیا د محمدیه علماو سازمان ريیس او د یاد هیواد د جمهوريیس پخواني مرستیال ډاکټر یوسف کلا او مل پلاوي، سره وکتل.

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:   په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه ډاکټر یوسف کلا د اندونیزیا د جمهوررييس سلامونه او نېکې هیلې جمهورريیس غني او د افغانستان خلکو ته وړاندې کړې وې ویل،  موږ په تېرو دوه ورځو کې د ارشاد، حج او اوقافو او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو رهبري پلاوي، د ملي امنیت سلاکار،  د سولې مذاکره کوونکي پلاوي او د افغانستان علماو شورا یو شمېر غړو سره وکتل.

هغه زیاته کړه، زموږ د سفر موخه دا ده چې اندونیزیا د ستر اسلامي هیواد په توګه  د افغانستان په سولې پروسه کې څنکه مرسته او همکاري کولای شي.

ډاکټر یوسف کلا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي د انديښنې څرګندولو پر مهال له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالي پای ته ورسوي.

یاد پلاوي څرګنده کړه، اندونیزیا د معتدل اسلامي هیواد په توګه د سولې په برخه کې ښې تجربې لري او چمتو ده چې یادې تجربې د افغانستان دولت سره شریکې کړي. دوی په اندونیزیا کې د اسلامي نړۍ علماو په ګډون د یوه کنفرانس جوړېدو په خاطر چې د افغانستان د سولې په اړه بحث او خبرې وکړي، چمتووالی وښوده او زیاته یې کړه، په اندونیزیا کې د سولې مذاکراتو د یو پړاو کوربه توب ته تیار دي.

جمهورريیس غني ډاکټر یوسف کلا او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال وویل،      د ده سلامونه او نېکې هیلې هم د اندونیزیا جمهورريیس او خلکو ته ورسوئ.

جمهورريیس زیاته کړه، اندونیزیا له یوې خوا په نړۍ کې پرنفوسه اسلامي هیواد دی  او له بلې خوا د سولې په برخه کې ښې تجربې لري چې کولای شي د افغانستان د سولې په پروسه کې اغېزناکه همکاري وکړي.

د هیواد جمهور ريیس وویل، ستاسې تجربې نه یوازې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته ممدې واقع کېږي، بلکې د طالبانو ډلې ته هم موثرې دي، ترڅو د اعتدال لار غوره او له تاوتریخوالي لاس واخلي.

جمهور ريیس غني د خپلو خبرو په پای کې دعلماو کنفرانس د کوربه توب دچمتووالي مننه  وکړه ويې ویل، د اسلامي نړۍ ټول علما په افغانستان کې د روانې جګړې پر نامشروع بللو اجماع لري او دغه تاوتریخوالی چې له امله یې بې ګناه افغانانو ته زیان رسېږي، نور موږ ته د زغملو وړ نه دی.                                                           پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته