سیاستخبرونه

جمهورريیس غني د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ريیسه خپل حضور ته ومنله

– کابل /د کب ٦مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ريیسه ندیمه سحر، خپل حضور ته ومنله.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ريیسې د یادې ادارې د کړنو او اجرااتو راپور جمهورريیس ته وړاندې کړ.
جمهورريیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ريیسې ته په ۱۴۰۰ مالي کال کې د یادې ادارې پلانونو د تطبیق، اصلاحاتو بهیر او پر مسلکي او حرفوي برنامو او ځوانانو ته د زده کړې د غوره شرایطو پر ایجاد د لازیات تمرکز په اړه لازمې لارښوونې وکړې.#
پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته