خبرونهسیاستښوونه او روزنه

جمهورريیس غني د لوړو زده کړو وزیر خپل حضور ته ومانه

– کابل /د کب ٦مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن غرمه د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر، خپل حضور ته ومانه.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د لوړو زده کړو وزیر د اصلاحاتو په شمول په بېلابېلو برخو کې د یاد وزارت د کړنو او اجرااتو راپور، جمهورريیس ته وړاندې کړ.
جمهورريیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته، د لوړو زده کړو وزیر ته په ۱۴۰۰ مالي کال کې د دغه وزارت د برنامو او پلانونو د غوره تطبیق، د لوړو زده کړو د کیفیت لوړولو او په یاد وزارت کې د دیجیټل سازۍ بهیر په اړه لازمې لارښوونې وکړې.#
پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته