٢٣- کابل /د سلواغې ٦مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني تېر ماښام د ملي روغې جوړې عالي شورا ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم حضور درلود، د سولې پروسې د وروستیو انکشافاتو او سیمه ییزه مسایلو په اړه د بحث پر مهال د تاوتریخوالي په زیاتوالي خواشیني څرګنده او پر دایمي اوربند ټینګار وشو.
پاى- ج
24 د یوې دقیقې څخه لږ