سیاستTOP

جمهورريیس غني د ملي شورا د ۱۷ تقنیني دورې درېیم کال رسماً پرانیست

کابل / د کب۱٦/ باختر د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې پخپلې وینا سره، د ملي شورا ۱۷ تقنیني دورې درېیم کال رسماً پرانیست.
دجمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
جمهورريیس د ملي شورا انګړ ته له رسېدو سم په داسې حال کې چې د ولسي جرګې ريیس مېررحمان رحماني یې ملتیا کوله د تشریفاتو قطعه معاینه کړه او د خپلې وینا په پیل کې یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته چې د هیواد د استقلال د دفاع، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره خپل ځانونه قرباني کړي د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.
هغه ملي شورا ته له بریا او لاسته راوړنو د ډکې کاري دورې هیله وکړه او پرملکي اهدافو یې د هدفي بریدونو څپې ته په اشارې وویل، دا هدفي بریدونه په حقیقت کې د خلکو ترور نه، بلکې د دغه ملت پراوس او راتلونکې او زموږ پرماشومانو برید دی. پرهغه فکر او عمل برید دی چې د افغانستان روښانه راتلونکی انځوروي. د دغو بریدونو هدف زموږ په ټولنه کې د راتلونکې لپاره د هیلو پر وړاندې د وېرې او ناهیلۍ خپرول دي.
جمهورريیس وویل، د دولت د ريیس په توګه مې تل د قواوو د تفکیک پر اصل او د درې ګونو قواوو پرهمکارۍ ټینګار کړی، ځکه دا د جمهوریت مهم ا صل دی. هغه زیاته کړه، د حکومت او د ملي شورا ترمنځ د نظریاتو تفاوت په دې معنی دی چې د دولت ارکان مستقل عمل کوي او هېڅ رکن په بل رکن باندې خپل نظریات نشي تحمیلولی او زموږ د جمهوري نظام قوت په همدې کې دی.
جمهورريیس غني په دې ټینګارسره چې پایداره سولې ته رسېدل زموږ لپاره نه یوازې غوښتنه او ارمان، بلکې یو مقدس هدف دی، وویل: خوشبختانه نن هغې واقعي او پایداره سولې ته د رسېدو لپاره چې زه یې مثبته سوله بولم، فرصت رامنځته شوی او دا په تېرو ۴۲ کلونو کې بې ساری دی.
جمهورريیس څرګنده کړه: موږ هغه مهال پایداره سولې ته رسېږو چې ټول افغانان پکې ځان دخیل وبولي او د هغه مالکیت ولري. تاسې سره ژمنه کوم چې د افغانستان د برخلیک په اړه به هېڅ پرېکړه له دوامداره مشورې، مخامخ ونډې او د افغانستان د ټولو اقشارو له تایید پرته، نه ترسره کېږي.
د هیواد جمهورريیس څرګنده کړه، ما تل ویلي او بیا یې تکراروم؛ د یوې واقعي او پایداره سولې د تحقق لپاره چې په هغه کې خپلوا کي، ملي یووالی او د خلکو د برخلیک ټاکلو حق د هغوی په لاس کې وي هر ډول قربانۍ ته حاضر یم. خو قرباني دا نه ده چې له خپل مسوولیت څخه چې دې مقدس هدف ته د خلکو رسول دي، اوږې خالي کړم او له اساسي قانون څخه چې زموږ ملي وثیقه ده، تېر شم.
هغه زیاته کړه: زه ستاسو د اوسني خادم په توګه مسوولیت لرم چې پرېنږدم هغه وینه، اوښکې او خوله چې افغانانو په تېرو۲۰ کلونو کې د ولسواکۍ د تحکیم، د نظام ساتنې او د خپلواکۍ د ساتنې او پیاوړتیا او خپلو ارزښتونو لپاره تویې کړې دي، ضایع شي.
جمهوررييس ټینګار وکړ، د ټاکنو له لارې د واک لېږد زموږ لپاره یو داسې اصل دی چې معامله پرې نه شي کېدای. موږ تیار یوو چې د نړیوالې ټولنې تر مدیریت لاندې د آزادو، شفافو او سراسري ټاکنو په اړه بحث وکړو؛ د ټاکنو ترسره کېدو د تاریخ په اړه هم کولای شو خبرې وکړو او پایلې ته ورسېږو.
د هیواد جمهورريیس څرګنده کړه، هربنسټ کولای شي یو خیال او خوب پر کاغذ ولیکي او د افغانستان لپاره حل لاره توصیه کړي. دغه ډول کاغذونه پخوا هم لیکل شوي دي، اوس هم لیکل کېږي او په راتلونکې کې به هم ولیکل شي. زموږ وثیقه، زموږ اساسي قانون دی، بلې وثیقې ته اړتیا نه لرو. هېڅوک نه شي کولای د هغو بنسټونو د انحلال په اړه چې موجودیت یې د افغانستان اساسي قانون کې راغلی دی، تصمیم ونیسي.
جمهوررييس وویل: طالبانو ته زما پیغام دا دی، په هره هغه هڅه کې چې افغانان ځان ونه ویني، نتېجې ته نه رسېږي، نو په همدې اساس د افغانانو غږ باید واوري. هغوی له جګړې ستړي شوي، خو د هدیرې سوله نه مني، له تاوتریخوالي دې لاس واخلي، له شعارونو دې تېر شي او په عمل کې دې ثابته کړي چې د واقعي سولې نیت لري. جمهورريیس محمد اشرف غني د پایداره سولې لپاره چې پایله یې یو خپلواک، واحد او ولسواک افغانستان وي، د ملي، بین المللي، سیمې او د اسلامي نړۍ په کچه رامنځته شوې اجماع بې سارې وبلله ويې ویل، په افغانستان کې د پایداره سولې لپاره د سیمې او نړۍ تضمین ډېر اړین دی.
جمهورريیس په دې بیانولو سره چې د سولې بهیر ناسم او غیر مدبرانه مدیریت خطرونه لري وویل، استعجالیت او مثبت نیت له بې برنامې وارخطایۍ سره توپیر لري.
هغه زیاته کړه، د نظام، اساسي قانون او د ټاکنو اصل پر ساتلو زموږ ټینګار کومه شخصي سلیقه نه، بلکې د همدغو خطرونو د مخنیوي لپاره ده.
محمداشرف غني په بریالي ډول د جینوا کنفرانس ترسره کېدو ته په اشارې وویل، له خدای، افغانانو او تمویلونکو هیوادونو سره زموږ ژمنتیا دا ده چې اصلاحات به دوام کوي؛ حکومت به لا زیات مؤثر او حساب ورکوونکی شي او افغانانو ته د خدمتونو وړاندې کول به په شفاف او اغېزناک ډول وي.
جمهورريیس غني وویل: اراده لرو چې د ۱۴۰۰ کال په لومړیو سلو ورځو کې، هره ورځ د یوې ملي پروژې پرانېسته یا یو ملي نوښت اعلام کړو او پیل به یې د کمال خان بند له پرانېستو څخه وي. د افغانستان د اوبو مدیریت له ډېرو کلونو راهیسې یو خوب و، خو موږ هغه په واقعیت بدلوو.
جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې په بریالي ډول د کرونا د لومړۍ او دویمې څپې مدیریت، په مالي مدیریت کې اصلاحات، د عوایدو راټولول او د بودجې مصرف، عدلي او قضایي دستګاه، امنیتي سکتور، تعلیمي او تحصیلي سکتور، روغتیایي سکتور، بانکوالۍ، سیمه ییزې حکومتولۍ او نورو سکتورونو کې د حکومت د لاسته راوړنو یادونه وکړه ويې ویل، د جمهورريیس په توګه زه د خپل وخت هره شېبه د حکومتولۍ د لا ښه کولو او د حکومت د ځواب وینې کچې لوړلو لپار ه مصرفوم. په دې مراسمو کې د ولسي جرګې ريیس میر رحمان رحماني هم خبرې وکړې وې ویل، د ولس کورله جمهوریت او د افغانستان اسلامي جمهوري نظام څخه ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه: له طالبانو غواړم چې له جګړې لاس واخلي او انعطاف وښیي، د
مذاکرې مېز ته وګرځي، ترڅو ټول یو ځای د هیواد د سولې او ثبات لپاره هڅه وکړو او هیله لرم چې پسرلی او نوی کال د افغانانو لپاره د سولې او ارامۍ کال وي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته