خبرونهفرهنګ

جمهورريیس غني د هرات بین المللي هوایي ډګر د خواجه عبدالله انصاري په نوم ونوماوه

کابل / د سلواغې دويمه /باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن سهار د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هرات ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې، له مسوولینو او مختلفو اقشارو سره د کتنې په موخه هرات ښار ته ورسېد.

دجمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.

د هرات بین المللي هوایي ډګر ته له رسېدو سره سم د هغه ولایت والي، مشرانو او متنفذینو د جمهورريیس هرکلی وکړ او ماشومانو د ګلونو ګېډۍ په ډالۍ کولو ورته ښه راغلاست ووایه.

وروسته د هیواد جمهورريس چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح او یو شمېر نورو دولتي چارواکو یې ملیتیا کوله، د هرات بین المللي هوایي ډګر د خواجه عبدالله انصاري بین المللي هوایي ډګر په نوم ونوماوه.

جمهورريیس غني وویل: نن د خوښي ځای دى چې د هرات بین المللي هوایي ډګر په رسمي ډول د خواجه عبدالله انصاري بین المللي هوایي ډګر په نوم نومول کېږي، ټولو افغانانو او اسلامي نړۍ ته د دې نېک کار مبارکي وایم.

پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته