سیاستخبرونهTOP

جمهورريیس غني د هند ملي امنیت سلاکار سره وکتل

٤٤- کابل /د مرغومي ٢٤مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د هند ملي امنیت سلاکار اجیت دوول سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې، د ترورېزم پر ضد د مبارزې او د سولې د ملاتړ لپاره د سیمه ییزې اجماع جوړولو په برخو کې د همکاریو پر څرنګوالي بحث وشو.
جمهورريیس وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په افغانستان کې د ثبات ضمانت کوونکي او له سیمه ییز او نړیوال تروریزم سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې واقع دي.
هغه زیاته کړه، هند او افغانستان له ناټو او امریکا سره د ګډو هڅو له لارې کولی شي له ترورېزم سره په مبارزه کې بریالیتوب ته ورسېږي.
د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوول وویل، هیواد یې له افغانستان سره د همکاریو د دوام غوښتونکی دی او تیار دی چې د ګډو ګټو خبرو ته دوام ورکړي.
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته