سیاستTOP

جمهورريیس غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

کآبل / د وري١٠مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس په څنډه کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل.
دجمهوررييس وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د تاجکستان د دوشنبې ښار په بوستان سرای کې د جمهورريیس په استوګنځي کې وشوه، لومړی جمهورريیس غني د پاکستان د لومړي وزیر د روغتیایي وضعیت پوښتنه او نوموړي ته یې د بشپړې روغتیا هیله وکړه.
وروسته دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې په اړه خبرې وکړې او شاه محمود قریشي ټینګار وکړ چې پاکستان سولې ته د رسېدو لپاره له مطلوب هدف څخه چې هماغه خپلواک، متحد او ډیموکراتیک افغانستان دی، ملاتړ کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دې ترڅنګ چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی وغانده وویل، موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ملاتړ کوو.# پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته