خبرونهسیاست

جمهورريیس غني د پوهنې وزارت سرپرسته خپل حضور ته ومنله

-کابل /د کب ٦مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د پوهنې وزارت سرپرسته رنګینه حمیدي خپل حضور ته ومنله.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د پوهنې وزارت سرپرستې د یاد وزارت د کړنو او اجرااتو راپور جمهورريیس ته وړاندې کړ.
جمهورريیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته، د پوهنې وزارت سرپرستې ته په ۱۴۰۰ مالي کال کې د یاد وزارت د برنامو او پلانونو د غوره تطبیق، اصلاحاتو بهیر د ښه والي او معارف د انکشاف په اړه، لازمې لارښوونې وکړې.#
پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته