سیاستخبرونه

جمهورريیس غني: سوله هیله نه، بلکې یو هدف دی او د تحقق لپاره یې لارنقشه لرو

– کابل / د کب ٨ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني پرون مازیګر د «سولې اعمار، دولت جوړونې او بازار جوړونې» تر عنوان لاندې د ځوانانو په ملي بحث کې چې په سلام خانې ماڼې کې جوړ شوی و، ګډون او وينا وکړه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ د دغه ملي بحث په پیل کې ماریا منصوري، موسی حکیمي، مهدي افضلي، حنیف الله پشه يي، الله محمد کاکړ او مینه دقیق د بېلابېلو ۱۲ ګونو کمېټو په استازولۍ د خپلو بحثونو پایلې، له جمهورريیس سره شریکې کړې.
دوی د سولې، د جمهوریت او لاسته راوړنو د ساتنې، د وطنوالو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د تامین، د اساسي قانون ارزښتونو د ساتنې، ځوانانو ته د لازیاتو فرصتونو د ایجاد، ملي یووالي، د اوربند ټینګښت، سیاسي او ملي اجماع، ټولنیز عدالت، فساد ضد مبارزه کې د زیات قاطعیت، مارکېټ جوړولو او متشبثو ځوانانو ته د پورونو د ورکړې، د قانون حاکمیت او د مکافاتو او مجازاتو اصل د تطبیق په برخو کې د ځوانانو غوښتنې بیان کړې.
وروسته د چارو ادارې لوی ريیس ډاکټر فضل محمود فضلي د سولې اعمار، دولت جوړونې او بازار جوړونې په اړه د ۱۲ کمېټو په چوکاټ کې د ځوانانو د ترسره شوي ملي بحث په اړه معلومات وړاندې کړل.
جمهورريیس غني د دوی د خبرو تر اورېدو وروسته د نظم، ډسپلین، ژمنتیا او په منځمهال او اوږدمهال کې د ځوانانو د لیدلوري مننه وکړه، ويې ویل: ځوانان د افغانستان د معاصر تاریخ تر ټولو ستر او غوره نسل دی.
جمهورريیس دېته په اشارې چې د ځوانانو تر ټولو ستر ظرفیت ټیمي کار دی او لیدلوري یې اوږدمهاله دی، وویل: جمهوریت تر ټولو مهمه مسئله ده، واک او قدرت د خلکو دی او د دوی په اراده به له یوه شخص نه بل ته انتقالېږي.
هغه زیاته کړه: سوله هیله نه، بلکې یو هدف دی او د تحقق لپاره یې لارنقشه لرو. د یوې ټولنې بنسټيز حق په سوله کې ژوند کول دي، خو ۴۰ کاله کېږي چې د افغانانو دغه حق غصب شوی دی.
جمهورريیس وویل: زموږ د سولې لارنقشه یواځې له طالبانو سره مذاکرت نه، بلکې له نړۍ ضمانت اخيستل هم دي، هېڅوک حق نه لري چې زموږ په خاوره کې مداخله وکړي.
جمهورريیس محمد اشرف غني د خپلو خبرو په پای کې دېته په اشارې چې سولې ته ملي، سیمه ییز او بین المللي چاپېریال چمتو دی، خو باید په تدبیر او دقت عمل وکړو، وویل: زموږ بنیادي هیله په هېواد کې د ۴۰ کلن تاوتریخوالي پایته رسول دي، تاوتریخوالی چې په هر نوم وي، نور اجازه نه ورکوو.#
پاى/ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته