سیاستTOP

جمهورريیس غني قندهار ته له یو ورځني سفر وروسته نن شپه بېرته کابل ته راستون شو

٥- کابل / د لیندۍ ۲٨ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني چې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ یې د قندهار ولایت عمومي وضعیت ارزولو په موخه یاد ولایت ته سفر کړی وو، تېره شپه بېرته کابل ته راستون شو.
جمهورريیس تېر ماښام کابل ته له روانېدو مخکې د قندهار ولاویت یو شمېر ځوانانو، فرهنګیانو او مدني فعالانو سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې ځوان فیضي او حکمت الله صلحي د نورو ځوانانو په استازتوب خبرې وکړې او د ناامنۍ، لارو، د ښوونځیو د ودانیو، درسي کتابونو او ښوونکو د کموالي او سیمه ییزې حکومتوالۍ د پیاوړتیا په برخو کې د خپلو ستونزو او پیشنهادونو وړاندې کولو پر مهال له سولې پروسې خپل ملاتړ څرګند کړ.
وروسته د جمهورريیس لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، ستاسې غوښتنې مشروع دي، ځوانان باید تحرک او واحد غږ ولري ترڅو د وطن د ابادۍ او پرمختګ په خاطر د هغو له ظرفیتونو استفاده وشي.
جمهورريیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، وطن سره ستاسې مینه او د سولې لپاره ستاسې پاکه هیله او غوښتنه زیات ارزښت لري.
هغه زیاته کړه: ما قندهار ته سفر وکړ، ترڅو ډاډ ورکړم چې د قندهار خلکو سره له مشورې پرته پرېکړه نه کوم. تاسې ځوانان هغه نسل یاست چې وینه بهېدنه، ویجاړی او بې اتفاقي ختموئ.
جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې ځوانانو ته په خطاب کې وویل، تاسې د افغانستان د ملت ترټولو بهترین او هغه نیالګي یاست چې په پیاوړو ونو به بدل شئ، ستاسې په قاموس کې باید د ناهیلۍ ټکی موجود نه وي.
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته