سیاستامنیتTOP

جمهوررییس: د شپږ نیموبجو غونډو فرهنګ به د ټولو ولایتونو امنیتي تړونونو او ورپسې ټولو ادارو کې الزامي شي

۳۶- کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن سهار د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح دفتر کې د شپږنیمو بجو ځانګړې غونډه کې ګډون وکړ.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په پیل کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح جمهوررییس ته د ښه راغلاست پرمهال وویل: ستاسو راتګ د کابل ښار د امنیتي ځواکونو او مسوولینو د انګېزې او هڅونې لامل کېږي. همدارنګه یې د شپږنیمو بجو د غونډو د شېوې په اړه هم معلومات ورکړل.
ورپسې د کابل امنیتي مسوولینو، کابل ښاروالۍ، لویې څارنوالۍ، کورنیو چارو وزارت، ترافیکو ریاست او د کابل امنیتي تړون مسوولینو او استازو چې د شپږ نیمو بجو غونډو غړي دي، له جمهوررییس سره د خپلو کړنو او لاسته راوړنو ترڅنګ په اړوندو برخو کې خپل پلانونه او وړاندیزونه شریک کړل.
جمهوررییس غني د دغو معلوماتو او راپورونو له اورېدو وروسته د قانون ماتونکو پر وړاندې د شپږنیمو بجو غونډو لاسته راوړنې او شېوه وستایله او د هغو پر دوام یې ټینګار وکړ. د شپږ نیمو غونډې به نه یوازې ونه ځنډېږي، بلکې ډېر ژر به د ځانګړې امریې له لارې د شپږ نیمو بجو د غونډو فرهنګ د ټولو ولایتونو امنیتي تړونونو او ورپسې ټولو ادارو کې الزامي شي.
د هېواد جمهوررییس د کابل ښار امنیت کې د ټولو د هلوځلو او پرمختګ قدرداني وکړه او ویې ویل: پلازمېنه باید خوندي ځای وي. کابل ښاریان باید د دښمنانو پر وړاندې چې د جمهوریت د ټولو ارزښتونو او آزادیو پر وړاندې جنګېږي، بسیج او د امنیت او نظم په تامین کې د وطندارۍ حق ادا کړي.
هغه زیاته کړه: د کابل د شپږ نیمو بجو له غونډو څخه مننه چې دا چوکاټ او ډیسپلین یې ایجاد کړی دی.
جمهوررییس د جنیوا کنفرانس ژمنو ته په اشارې په ټینګار سره وویل: قانون باید پر ټولو تطبیق شي. د کابل پر ترافیکو خاص تمرکز او پانګونه کېږي چې د ترافیکي نظم ترڅنګ د امنیت تامین کې هم کلیدي رول ولري. د کابل ترافیکو نننی وضعیت باید په اساسي توګه بدل شي.
جمهوررییس غني له فساد سره مبارزې ته په اشارې وویل: له درندو جرمونو سره د مبارزې ریاست دې له ټولو کشفي بنسټونو سره چې د مالي فساد او پیسو وینځلو پر ضد کار کوي، همغږي ایجاد او کورنیو چارو وزارت دې ورته لازم امکانات برابر کړي.
د هېواد جمهوررییس همدارنګه لویې څارنوالۍ ته لارښوونه وکړه چې دوسیې دې پر وخت تعقیب او تر دوران لاندې دوسیو د ارزونې او پرمختګ سنجولو لپاره باید واضح روش رامنځته شي.
هغه زیاته کړه: د عدالت تامین زموږ اساسي کار دی او په دې برخه کې شجاعت او قاطعیت ته اړتیا ده.
جمهوررییس د ښاري نظم، خدماتو او پراختیا په برخه کې د کابل ښاروالۍ د کړنو ستاینه او لارښوونه وکړه چې له غصب څخه آزادو شویو او په ځانګړي ډول د کوچنیو پارکونو لپاره خپلې طرحې له جمهوري ریاست سره شریکې کړي چې بیا د غاصبانو لاسونو ته ونه لوېږي.
جمهوررییس د عامه ساتنې تصدۍ ریاست د نوښتونو ستاینه وکړه او ویې ویل: په پام کې ده د دولتي ملکیتونو داسې بنسټ چې د دولتي ملکیتونو د ډیټابیس ترڅنګ د هغو د منظمې ساتنې او مراقبت مسوولیت هم ولري، ایجاد کړو.
جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې د شپږ نیمو بجو غونډو د غړو د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او ویې ویل: ستاسو په وړاندیزونو او غوښتنو دقیق غور کېږي.
هغه زیاته کړه: په ډېرو مواردو کې د جمهوري ریاست لومړی معاونیت صلاحیت لري چې ستاسو ستونزې حل کړي.#
پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته