سیاستTOP

جمهوررییس د قندهار له مشرانو او متنفذینو سره وکتل

کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د قندهار له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په ارګ کې وکتل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په پیل کې د قندهار د ولایتي شورا رییس سیدجان خاکرېزوال، ډاکټر محمدعثمان، ملا سیدمحمد اخوند، فدامحمد افغان او د ولسي جرګې استازي عارف خان نورزي د قندهار د امنیتي وضعیت، ښې حکومتولۍ، اصلاحاتو، د قندهار د کادرونو د استخدام او نورو اړوندو مسایلو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه له جمهوررییس سره شریک کړل.
یادو ویناوالو د قندهار ولسونو او مشرانو ته د جمهوررییس له همېشنۍ پاملرنې څخه په مننې وویل: باعزته او آبرومندانه سوله د ټولو افغانانوغوښتنه ده او د دې لپاره باید ټول جهادي، سیاسي او ولسي شخصیتونه او مشران د دولت ترڅنګ ګډ او واحد دریځ غوره کړي.
جمهوررییس یادو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل: د قندهار په اړه زما تصامیم ستاسو د وړاندیزونو په رڼا کې وي او د اصلاحاتو په برخه کې د ټولو قندهاریانو ګډون او اجماع غواړم.
هغه زیاته کړه: د قندهار کادرونه به د دوی وړتیاوو ته په پام په بېلابېلو برخو کې استخدام شي.
د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه: د قندهار ساتنه او پالنه د ټول افغانستان پالنه ده او موږ ټول باید په قندهار کې د منفي حالت د تکرار مخنیوی وکړو.
هغه زیاته کړه: د قندهار له ولسونو او مشرانو سره د مشورې په رڼا کې به د واضح اقداماتو په اړه پایلې ته ورسېږو.#
پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته