خبرونهاقتصاد

جمهوررییس د قندهار کرنیز کمپلکس د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ

کابل / د مرغومي ۲۵ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني پرون د قندهار کرنیز کمپلکس د بنسټ ډبرې اېښودلو په مناسبت چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ د قندهار، زابل، هلمند او روزګان مسوولین او یو شمېر مشران چې د ویډیو کنفرانس له لارې وصل وو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي دغې غونډې ته د وینا پرمهال جمهوررییس او ټولو هېوادوالو ته د قندهار کرنیز کمپلکس مبارکي وویله.
هغه زیاته کړه: جمهوررییس د اقتصادي ودې د اصل په توګه د ارزښت زنځیر په بشپړولو ټینګار کړی او دا کمپلکس یې ښه بېلګه ده.
ډاکټر احدي وویل: دا کمپلکس هغه پرمختللې مفکوره ده چې د فکر او سوداګرۍ پوخوالی ښیي او د افغانستان د کرنې زیاتو ستونزو ته یې حل لارې وړاندې کړې دي. د دغه کمپلکس له لوري بزګرو ته د ماشینري او پورونه ورکړه، داخلي پروسس او معیاري محصولاتو له امله په نړیوالو بازارونو کې د هغو ارزښت او داخلي عواید لوړېږي چې د هېواد پرمختګ کې به رول ولري او حکومت د کرنیزو صنایعو ملاتړ کوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین حشمت الله غفوري د هېواد په پرمختګ کې د کرنیزې ودې او خصوصي سکتور رول ته په اشارې وویل: د قندهار کرنیز کمپلکس د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت په شپږو پړاوونو کې په ۱۱۰۰ جریبه ځمکه د عینو مېنې صنعتي پارک کې جوړېږي چې د کارموندنې ترڅنګ د کرنیزې سوداګرۍ اډانه جوړوي. په هرات، بلخ، کابل او ننګرهار کې به هم دېته ورته کمپلکسونه جوړ شي.
ورپسې د افغانستان د خونو فدراسیون رییس محمد اسماعیل غضفر له جمهوررییس څخه د خصوصي سکتور د همېنشي ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل: په دا وروستیو شپږو کلونو کې پانګه والو او صنعتکارانو ته زیاته پاملرنه او لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د کندا فروټ کمپنۍ رییس جلال الدین سعید له جمهوررییس څخه په مننې وویل: د قندهار کرنیز کمپلکس د جوړولو طرحه مو ستاسو په مستقیمه لارښوونه جوړه کړې. هېوادوال به ډېر ژر ستاسو د دې او نورو طرحو او برنامو عملي پایلې چې د دوی د هوساینې لامل شي، وګوري.
د قندهار والي روح الله خانزاده او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین حشمت الله غفوري د جمهوررییس په لارښوونه د قندهار کرنیز کمپلکس د بنسټ ډبرې له اېښودو وروسته د خصوصي سکتور استازو د کرنې د احیا اتل تندیس جمهوررییس ته ډالۍ کړ.
جمهوررییس غني د قندهار د کرنیز کمپلکس د بنسټ ډبرې اېښودو مراسمو ته په وینا کې سعید، وزیرزي، پانګه والو او ټولو هېوادوالو ته د دغه کمپلکس مبارکي وویله. هغه زیاته کړه: خصوصي سکتور چې په سختو شرایطو کې یې پانګونه کړې، د ودې او سوکالۍ ګډه ژبه لري. د امنیتي او دفاعي ځواکونو په څېر دوی هم د هېواد د اقتصاد او ویاړ ساتندویان دي.
جمهوررییس غني وویل: د قندهار کرنیز کمپلکس جوړونکو سعید او وزیرزي ته به مډالونه او د کرنې وزارت مرستیال حشمت الله غفوري ته به لومړۍ درجه تقدیرنامه ورکړ شي. هر څوک چې له ۵۰ میلیونو ډالرو زیاته پانګونه وکړي، د نورو اسانتیاوو ترڅنګ به په جمهوري ریاست کې جوړېدونکي یادګاري څلي کې د هغوی نومونه ولیکل شي.
د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه: اقتصادي عالي شورا به د هېواد د هر زون پر اقتصادي مسایلو بحث وکړي او په نورو زونونو کې به هم دېته ورته کمپلکسونه جوړ شي.
هغه په ټینګار سره وویل: د ستونزو د حل عملي لاره باید موجوده وي او د پانګونې پر وړاندې ستونزې او خنډونه د منلو وړ نه دي. د ګمرکونو د ښه مدیریت لپاره له بین المللي شرکتونو سره په مذاکره کې یوو.
جمهوررییس وویل: د واضح طرحې په اساس باید پیسې په پانګه بدلې او د بزګرو، بڼوالو او ټولو عواید په اساسي توګه لوړ شي. د اوبو د مدیریت او ځمکنیو کوریډرونو چارې ادامه لري.
هغه زیاته کړه: پر احمد شاه بابا نړیوال هوایي ډګر اساسي پانګونه کېږي، نو په دې اړه خپل مشخص وړاندیزونه شریک کړئ. ټاپي او ټپ پروژې به په لوی قندهار کې د عظیم بدلون لامل شي.#
پای / وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته