سیاستښوونه او روزنه

جمهوررییس د ښوونځي د زنګ په وهلو سره۱۴۰۰ ښوونیز کال پیل کړ

کابل / د وري ۳ مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ښوونځي د زنګ په وهلو سره د (۱۴۰۰) نوی ښوونیز کال پیل کړ او زده کوونکو، محصلینو، ښوونکو او ټولو هېوادوالو ته یې د هغه مبارکي وویله.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ د اماني لېسې په تالار کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست دویم مرستیال، د پوهنې وزارت سرپرستې او یو شمېر دولتي مقاماتو او ښوونکو حاضر وو، جمهوررییس وویل: د کرونا له یو کلن سخت خطر وروسته نن د دې ویاړ لرو چې د ښوونځي زنګ وهو.
جمهوررییس وویل: سږکال به ۱۱ زره ۱۷۳ ښوونکي په شفاف او عادلانه ډول استخدام شي. له وري میاشتې څخه به د ښوونکو معاش زیات او د کال تر وسط پورې به یې مالیې وزارت اجرا کړي. سږکال یو میلیون زده کوونکي ښوونځیو ته ځي. ۱۸۰۰نوي ښوونځي جوړېږي. دولتي او د خصوصي سکتور چاپخونې په داخل کې د اړتیا وړ کتابونو د چاپولو وړتیا لري.
د هېواد جمهوررییس وویل: په لومړی ځل د افغانستان خصوصي سکتور په ښه کیفیت کاغذ تولیدوي.
هغه زیاته کړه: په ډیجیټلي خدماتو کې به پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ته لومړیتوب ورکړل شي. د پوهنې ملاتړ یوازې د پوهنې وزارت نه، بلکې د جمهوري ریاست، کابینې، والیانو، خصوصي سکتور او ولسونو ګډ مسوولیت دی .
محمد اشرف غني وویل: اصلي ستونزه د منابعو کمبود نه، بلکې له هغو غلطه استفاده ده. پوهنې وزارت باید د ملي یووالي او ټولنیز عدالت نمونه وي، ځکه د منابعو ناعادلانه وېش زموږ ملي یووالی زیانمنوي او ماشوم باید خپلې مورنۍ ژبې ته لاسرسی ولري.
هغه زیاته کړه: زه ښوونځی او سوله غواړم، وینه بهېدنه باید ودرول شي او د دین او تروریزم ترمنځ هېڅ تړاو نشته.
جمهوررییس غني وویل: اړوندې ادارې او بنسټونه دې له پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو سره د کیفیت او سویې اساسي بحث وکړي او زده کوونکي باید د ۲۱ پېړۍ لپاره ورزل شي.
هغه زیاته کړه: پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه دې د رضاکارۍ فرهنګ ایجاد او د تکړه محصلینو په همکارۍ دې پوهنې وزارت لا پیاوړی شي.
محمد اشرف غني د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د زده کوونکو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي. ټول وزارتونه او سفیران باید د پوهنې وزارت استازي واوسي. سکتوري وزارتونه دې زده کوونکي او محصلین له تخنیکي مسایلو سره بلد او هغوی ته دا واضح کړي چې څه ولولي؟
د هېواد جمهوررییس د پوهنې وزارت له بین المللي همکارانو او الازهر پوهنتون څخه په مننې زیاته کړه: د پوهنې وزارت جامع اصلاحي طرحه دې برابره شي. زده کوونکي دې د ښوونځیو او ژوند چاپېریال ساتنې ته وهڅول شي او پوهنې وزارت دې د نیالګیو اېښودو، د اوبو مدیریت او شنو ساحو ایجاد کې ونډه واخلي.
د هېواد لومړۍ مېرمن دغو مراسمو ته په وینا کې په ښوونه او روزنه د ټینګار ترڅنګ پوهنې وزارت کې پر اصلاحاتو او د یاد وزارت په ډیجیتلي کولو ټينګار وکړ چې زده کوونکي د مارکېټ له اړتیاوو سره سم وروزل شي.
د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي له جمهوررییس څخه پوهنې ته د لومړیتوب ورکولو له امله مننه او پر دې ټينګار وکړ چې په یاد وزارت کې به اصلاحاتو، ډیجتلي کولو او د ښوونیز نصاب کیفیت ته جدي پاملرنه وشي.
په دغو مراسمو کې پوهنې وزارت ته د کلیو او پراختیا وزارت له لوري د ۷۳۲ جوړو شویو ښوونځیو د سپارلو او په۱۴۰۰ کال کې د پلان شویو ښوونځیو جوړولو هوکړه لیک هم لاسلیک شو او ځینو زده کوونکو چې افغاني جامې یې اغوستې وې، د پوهنې او ملي ترانې وویلې.#
پای / وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته